مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

امریکا غواړي دیوشمیر کسانو په مرسته کرزی له منځه یوسي ؟

ژباړه : احمدالله رحماني
سرچینه : آی پی

 

د اروپا یوه مجله د  »آی پی« په نامه لیکي : امریکا په افغانستان کي جنګ ته ادامه ورکول غواړي . د اړتیا په وخت کي باید کرزی له واک نه لیري شي .

 

تر دې وروسته چي د امریکا او ولسمشر کرزي تر مینځ د امنیتي تړون پر سر ناندرۍ را پورته شوي ، امریکا په دې اند شوې چي کرزی به تړون اصلاً لاسلیک نه کړي ، په یوه بانه او بله بانه به ټاکني و ځنډوي او له طالبانو سره به سولي ته لاره هواره کړي . کوم وخت چي له ارګ نه د طالبانو په لور اعلامیه خپره شوه او هغوي یې وهڅول چي په افغانستان کي  دې د بهرنیانو د حضور او د هغوی د جنګ د دوام لپاره پلمه ختمه کړي، امریکااو ناټو پدې نظر شوي چي ددې اعلامیې نه داسي اخیسته کیږي چي کرزی به امنیتي تړون لاسلیک نه کړي ، په پایله کي به امریکا او ناټو په بشپړه ټوګه له افغانستان نه ووزي او کرزی به له طالبانوسره  د امریکا پر ضد ګډ حکومت جوړ کړي . دا مریکا او ناټو سیاسي کارپوهان له داسي ناڅاپي حالت سره مخ دي چي د چهارشنبي د ورځي د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډي وروسته د جان کیري په وړاندیزپه یوه خاصه غونډه کي چي فقط څو  وزیرانو ګډون په کي کړی وو، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د راتلونکي سیاسي ژوند په اړه خبري کړي دي . په دې غونډه کي پریګړه شوې چي په افغانستان کي د بسم الله محمدي او عبد الله عبدالله سره اړیکي ونیول شي او د کرزي د لیري کیدو په اړه مشورې وشي .

امریکا د کرزي صیب لیري کیدو ته دا بانه کړي چي که کرزی امنیتي تړون لاسلیک نه کړي ،ټاکني وځنډوي او له طالبانو سره  اړیکي ټینګ کړي ، نو بیا په افغانستان کي نه امریکا او نه ناټو راتلونکی لري . په داسي حال کي به د شمال ټلوالي راتلونکی هم له ګواښ سره مخ وي . نو ددې د مخه چي طالبان واک په لاس کي واخلي ، ښه به داوي چي بسم الله محمدي نظامي حکومت اعلان کړي ، تر لنډی مودې وروسته عبدالله عبدالله دلنډ مهاله ولسمشر په توګه دنده پر غاړه واخلي او له امریکا سره امنتی تړون لاسلیک کړي . امریکا ویلي چي داسي ګام به موږ ټول له زیاتو ستونزو سره مخ کړي ،اما دومره ستونزي به نه وي لکه موږ چي ټول له افغانستان نه ووزو . په هغه صورت کي به القاعده افغانستان ته بیا لاره و مومي او زموږ لپاره به همېشنی سر خوږی وي . له کرزي سره موږ نور دیالوګ نه لرو ، یا به تړون لاسلیک کوي او یا به له منځه ځي . د افغانستان په پریښودلو سره امریکا او ناټو هر هغه څه له لاسه ورکوي ، چي لپاره یې  دولس کاله جنګيدلي یو او زیاتي قربانۍ مو ورکړي دي . داسي نه شي کېدای چي د کرزي د لجاجت په خاطر موږ لکۍ په ځان ننه باسو ، سرونه کښته له افغانستان نه ووزو . جان کیري ویلي : » له کرزي نه په افغانستان کي ټول ناراض دي ، اداري فساد زیات دي ، د شمال خلک یې دښمنان دي ، پر حکومت واک نه لري .  بسم الله محمدي واک  لري او عبدالله عبدالله په ولس کي  پلویان لري . د کرزي وخت پای ته رسېدلی ، باید له واک نه لیري شي .

آی پي لیکي :

راځی چي د افغانستان موضوع تر څېړنی لاندي ونیسو او وګورو چي په دي ګام  (د کرزي لیري کول) کي به کومي ګټي او یا کوم زیان شتون ولري او ایا دا ګام به بریالی شي ؟

امریکا په دې ګام کي دوې نښي تر نظر لاندي نیولي :
لمړی : افغانستان باید بیا د ترویستي ځاله و نه کرځي ،
 دوهم : د افغانستان سیاسي نا ارامي باید د پاکستان سیاسي سیتم ته زیان ونه رسوي .

لمړي نښه په افغانستان کي د جنګ د ادامې لپاره یوه ضعیف نښه ده ، ځکه نړۍ ټول پوهیږي چي تر کال ۲۰۰۲ وروسته القاعده په افغانستان کي شتون نه نلري ، مشر یې ووژل شو او نور غړي یې په هغه اندازه چي پخوا وه ، اوس وجود نه لري . له یوه پلوه ویلای شو چي طالبان اوس هم له القاعدې سره اړیکي ساتي ، خو له بله پلوه ثبوت په لاس کي نه لرو .

د پاکستان په اړه ویلای شو چي که طالبان په افغانستان کي پر واک راشي ، په ډیر کم وخت کي به د پاکستان سیاسي سیتم تر ګواښ لاندي راولي ، کېدای شي چي د افغانستان او پاکستان طالبان سره یو شي او د پاکستان حکومت ته سقوط ورکړي . په داسي حالت کي به د پاکستان اټومي وسله د طالبانو او بیا په پایله کي د القاعدې په لاس ورشي . د افغانستان له اوسني حالت او د کرزي له اعلامیو او خبرو نه داسي اټکل کیږي چي کرزی د شمال ټلوالي پر ضد د طالبانو راتګ ته لاره هواروي ، چی داد امریکا لپاره په هیڅ  صورت د منلو وړ خبره نه ده . امریکا یقین لري چي که په افغانستان او پاکستان کي حکومتونه د طالبانو تر زور لاندي راشي ، دالقاعدې غړي به ډیر ژر ودې هیوادونو ته راستانه شي .

آی پي لیکي :

امریکا په دې اند ده ، تر څو حامد کرزی د افغانستان په سیاست کي لاسوهنه لري ، په دي هیواد کي به امنیت را منځ ته نه شي . دا ځکه چي د هغه حکومتولي ضعیفه او واک یې له لاسه وتلی دی . له همدې کبله یې اوس مخ طالبانو ته اړولی او د هغوي په مرسته غواړي په هیواد کي امنیت را منځ ته کړي . د امریکا لپاره هیڅ د پوښتني ځای نه شته چي طالبان دي بیا په افغانستان کي پر واک راوستل شي . له همدي کبله د افغانستان له سیاسي ډګر نه د کرزي لیري کول یو حتمي امر دی چي دا کار د بسم الله محمدي او شمال ټلوالي په مرسته تر سره کېدای شي . کرزی د پښتونو په ګټه ، د امریکا او پاکستان په زیان کار کوي . پاکستان تکنالوژي لري ، پاکستان ۱۷۳ میلیونه نفوس او له کاله ۱۶۰ میلیارډه ډالره عواید لري او پاکستان اټومي وسله لري چي دا ټول نه یواځي د القاعدې لپاره بلکه د دواړو هیوادونو طالبانو او بالاخره د کرزي لپاره مهم دي . د پردې شاته لیدل کیږي چي کرزي له پاکستان ، ایران او په ورستیو ورځو کي له طالبانو سره اړیکي نیولي دي ، چي دا ټول د امریکا او ناټو په زیان دي . که امریکا د کرزي په لیري کولو سره په افغانستان کي بیا واک په لاس کي وا نخلي ، د پاکستان د حکومت سقوط حتمي دی . پاکستان اوسمهال په خپل هیواد کي دداسي مخا لفینو  سره په جګړه کي ولاړ دی چي له القاعدې سره تړاو لري . دا جګړه داسی حالت ته رسېدلې چي په لنډ وخت کي د پاکستان حکومت سقوط کولای شي . مهمه خبره داده ، تر کومه چي پاکستان په خپل هیواد کي امنیت و نه شي ساتلای ، امریکا د پاکستان د سقوط مخه نه شي نیولای . دا ځکه چي د امریکا اړیکي د پاکستان نظامي واک او آی ایس آی سره دومره نژدې نه دي چي په هر حال  خبرشي . امریکا کولای شي چي په پاکستان کي مخالفین په بي پیلوټه الوتکو له منځه یوسي ، خو په دې بریدونو کي ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوړي ، په پایله کي د امریکا پر وړاندي د ولس خښم زیاتیږي .

د افغانستان طالبان پښتانه دي ، د پاکستان طالبان پښتانه دي او د افغانستان او پاکستان پر پوله پراته ټول ولسونه پښتانه دي . که په افغانستان کي طالبان بیا پر واک راشي ، دا ټول به سره یو شي او د پاکستان سیکولر دولت ته به لوی خطر متوجه کړي ، پایله به یې سقوط وي . سیاسي کار پوهان چي په افغانستان او پاکستان کي د سیاسي حالاتو تحلیل کوي ، وایې : د پاکستان سقوط به له کابل نه هغه وخت په ډاګه رهبري شي چي که طالبان په کابل کي حکومت په لاس کي واخلي . د پاکستان د سقوط لپاره حامد کرزي سر له اوسه کار شروع کړي او له طالبانو سره تر یوي بړستن لاندي پلانونه سنجوي ، خو ددې دمخه چي داسي پلانونه کامیاب شي ، ښه به دا وي چي د کرزي برخلیک  وټاکل شي .

آی پي لیکي :
مالومه خبره ده چي افغانستان او پاکستان امریکا ته زیات اهمیت لري ، خو دا اهمیت باید په هر قیمت چي وي ، تمام نه شي . ټول نړۍ پوهیږي چي د پاکستان په برخلیک کي افغانستان لوی رول لري . په افغانستان کي د طالبانو رژیم به  د پاکستان سقوط بیړنی کړي چي ددي کار مخنیوی د امریکا په اند حتمي دی . امریکا وایې پوه یو چي پښتانه به کلونه نور هم وجنګیږي ، خو که په افغانستان کي امنیت رانه وستل شي ، پاکستان خو به له سقوط نه وژغورل شي . د امریکا نظامي کارپوهان پوښتنه کوي چي ایا امریکا به وتوانیږي ، طالبانو ته ماته ورکړي ؟ ددې پوښتني جواب اوسمهال له هیچا سره نه شته . خو کار پوهان وایي : »د نظامي تحلیل له نظره که موږ وغواړو چي طالبانو ته حتمي ماته ورکړو ،نو د افغانستان دهر ۵۰ کسو پر سر یوسرتیري ته اړتیا شته . ددې مانا داده چي د افغانستان اوسني نفوسو لپاره امریکا په افغانستان کي ۶۵۰۰۰۰ ښه تربیه شوي سرتیرو ته اړتیا لري . خو که په دې فکر شو چي د افغانستان جنوب ، جنوب شرق او جنوب غرب چي هلته پښتانه میشت دي ، له موږ سره وجنګیږي ، نو بیا ۵۰ سلنه سرتیرو  ته اړتیا شته . یاني  ۳۲۵۰۰۰ سرتیري . له یوه پلوه کېدای شي چي زیاد سرتیري افغانان وي ، خو په هغو اعتبار ځکه نه شي کېدای چي د هغو زیاد کسان پښتانه دي . که امریکا ښه ستراتیژی پر کار واچوي نو د افغانستان جګړه به په راتلونکو ۱۵ کلونو کي پای ته ورسیږي . که د افغانستان اوسني حالت ته ځیر شو او پر همدي حال یې پریږدو ،نو د جګړې د ګټلو امید کم ښکاري .

آی پي زیاتوي : په داسي حال کي چي له یوه پلوه د حامد کرزي رژیم په فساد ککړ ،  خپل منځي کي یووالی نه لري ، سیاسي ثبات نه شته ،ولس له حکومت نه سر ټکوي ، اقتصادي وده لکه څنګه چي انتظار کېدی ، را منځ ته نه شوه او له بله پلوه طالبان ورځ تر بلي زور اخلي ، پیاوړي کیږي او نفوذ یې تر ولسمشر کرزي پوري رسېدلی ،داسي احساس را منځ ته کوي چي کرزی د امریکا نه بلکه د طالبانو دوست دی . داځکه چي هغه پدې ورځو کي پرامریکا نیوکي زیاتي کړي ، خو د طالبانو ښېګڼي وایې . داسي حالت د امریکا لپاره د زغملو وړ نه دی . پر کرزي باید زور راوستل شي چي له طالبانو لاس واخلي ، امنیتي تړون لاسلیک کړي ، که نه باید برخلیک یې وټاکل شي .

زموږ نظر :

د اوباما اداره په دي نظر ده چي د افغانستان امنیت د کرزي په نه شتون پوري اړه لري . کوم وخت چي جان کیری د امنیتي تړون لاسلیک د افغانستان په بل وزیر پوري مربوط کړ ، د حامد کرزي له خوا سمدستي ددي خبري رد اعلان شو چي د افغانستان د کابینې هیڅ وزیر د افغانستان د اساسي قانون له مخي حق نه لري امنیتي تړون لاسلیک کړي . امریکا پوهېده چي داسي وړاندیز د افغانستان اساسي قانون نه مني ، نو ځکه یې په غونډه کي د کرزي د لیري کولو احتمال را منځ ته کړ . اوس چي کرزي صیب دا خبره رد کړه ، امریکا غواړي د بسم الله خان محمدي په توسط پر کرزي په اصطلاح کودتا وکړي او بې واکه یې کړي . په داسي صورت کي یا بسم الله محمدي او یا هم بل سیاستوال چي بسم الله محمدي هغه ته اختیار ورکړي ،  تړون لاسلیک کولای شي . ددوهم سیاستوال نوم به عبد الله عبدالله وي . سیاسي شننونکي په دې اند دي چي کېدای شي بسم الله محمدي او عبد الله عبدالله مخکي له مخکي له امریکا سره اړیکي نیولي او د کرزي دلیري کولو وړاندیز یې کړی وي . دا خو مالومه خبره ده چي د کرزي په شتون او یاد هغه په لیري کولو سره د افغانستان امنیت تر هغه وخته ښه کېدای نه شي ، تر څو د طالبانو سره د سولي خبري جاري نه شي . د کرزي صیب په لیري کولو سره په افغانستان کي د څو نورو لسیزو لپاره د جګړي لاره هواریږي . طالبانو که د کرزي ستاینه کړي په دې چي هغه له امریکا سره امنیتي تړون ردوي او کرزي چي طالبانو ته د خبرو وړاندیز کړي ، هغه به پوه شوی وي چي طالبان سولي ته لیوال دي . که امریکا د امنیتي تړون په لاسلیک کولو په افغانستان کي د امنیت راوستلو بانه کوي ، خو دا کار بیله تړون نه هم کېدونکي دي . جان کیري ظاهراً ګواښ کوي چي د نه لاسلیک کېدو په صورت کي به ټول بهرنیان ووزي ،نو دې کار ته باید دعمل بڼه ورکړه شي او ټول دي ووزي . په افغانستان کي به په کم وخت کي سوله را منځ ته شي . طالبان هم دا خبره کوي او حامد کرزی هم.  د جان کیري له کودتایي پلان نه مالومیږي چي نه امریکا او نه ناټو د افغانستان په اړه رښتیا خبري کوي . د هغوی ټولي کړني د افغانستان و لس پروړاندي د یارلسو کلونو راپدې خوامغرضانه ، له شیطانت نه ډکي او پر خپلو ګټو ولاړي خبري دي . هغوی هیڅ وخت د افغانستان ولس ته درناوي نه ده کړي ،افغاني کلتور او عنعنو ته یې سپکاوی کړي . د ولسمشر لپاره پکار ده چي پر خپل غزم ټینګ شي او له هیڅ خطر نه وېره ونه لري . موږ ټول به نن یو سبا به نه یو ، خو د کرزي صیب نوم به د افغانستان په تاریخ کي د تل لپاره په ښه توګه ژوندی پاتي وي .

و من الله توفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery