مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دزرلشت حفيظ دنورجهان په نوم کتاب تازه له چاپه ووت

جاويد سهاک

 


نورجهان دژوندپه هنداره کې! نورجهان زمونږ دټولنۍ دښځواوانجنودژونددترخوحقايقوهغه هنداره ده چې په دی کتاب کې دځوان نسل دانساني ژونددمينې محبت او ددوستې سپيڅلې صحنې په سترګوکوي کوم چې دټولنۍ دناروا دودونوقربانې شوې ده اوليکوال يې په خاص مهارت دحقايقوپه ټولولوکې زيار ايستلې کله چې داکتاب ماته دلوستلولپاره راکړشوچې وې لولم اوبيا ليکوالې ته خپل نظر ورکړم چې اياداکتاب په دی ارزي چې چاپ شي اوکه څنګه باور وکړئ چې ماته دومره په زړه پورې وچې په پرله پسې لوستلوته مجبوريدم اوتلوسه مې نور هم زياتيدوداځکه چې زما دټولنۍ دخلکو دژوند رياليستکي صحنې په سترګوکول راته په دغه کتاب کې دمينې ،محبت نه نيولې ان له غمه اوترخوحقائيقو څخه ډک واقیعات پکې څرګند شوي دي چې همدا اوس زمونږ ځوانه طبقه دټولنۍ دبی عدالتيوښکاردي .چې روزانه زمونږ په ټولنه کې ډېرې داسې پیښې را منځ ته کیږي چې پائله یې له خفګان، رسوایې او ځینې وخت کې د یو یا څو تنو د مرګ سبب هم ګرځي. چې ډیرې داسې کړنې د اسلامي اوصولو او افغاني دود سره سراسر په ټکر کې دي، خو متاسفانه زمونږ په افغاني ټولنه کې ځینې منفی رواجونو لکه جبري ودونه، ولور، په بدو کې د انجلۍ ورکول او داسې نور ټول هغه څه دي چې نه په اسلام کې کوم جائيز حکم لري، او نه په افغاني دود او دستور کې خو دا چې مونږ ځینې داسې کړنې خپل دستور ګڼو له حقیقت نه لیرې خبره ده ،او دا ټول زمونږ د علم او پوهې د کچې ټیټوالی دی چې له پوره حقائيقو نه بې خبره پاتې یو. زما په نظر دداسې ورته پیښو د مخنیوی لپاره مونږ باید ګړندي ګامونه پورته کړو تر څو د داسې پیښو مخه ډپ شي، که داسې ونه کړونو ښکاره خبره ده چې هم په خدای ته ملامت یو او هم راتلونکي نسل ته داکتاب ضرور ولولئ اوخپل ټولنه کې دانجنو،ښځو٠ اوځوانانود روښان مسقبل اونيکمرغه سباوون لپاره لاره هواره کړئ دورولی په مينه


2013/11/25 انګلستان/ لندن

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery