مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سیاسي فلسفه څه شی ده؟ کتاب چاپ سو!

آ.م قریشي
سیاسي فلسفه څه شی ده؟ دهغه  نښېر نوم دی ، چې په دې ورستیو کې له چاپه راوتی، دا د هلمند مېشت پیاوړي لیکوال شریف الله دوست (سرواني) څېړنیز نښېر دی چې تېره ورځ له چاپه راووت، کتاب ۱۰۰۰ټوکه په ښه کاغذ کي مومند خپروندويې ټولنې له جلال اباده خپورکړی، کتاب ۱۴۰ مخونو په شاوخوا کې دی، چې په خپله غېږ کې د سیاسي فلسفې ډېر موضوعات په شپږو څپرکو کې رانغاړي.
پردې څېړنیز اثر په هلمند کې د اراکوزیا خصوصي پوهنتون تدریسي مرستیال او د حقوقو او سیاسي علومو استاد ښاغلی عبدالواحد میاخیل سریزه (تقریظ) کښلې. د لیکوال خپله سریزه د مخیزې ترنوم لاندې خپله لیکوال لیکلې چې پکې په لنډو کې د کتاب د منځپانګې او ارزښت په اړه څه وړاندي سوي.
هلمند مېشت لیکوال شریف الله دوست سروانې تر دې وړاندي هم ځینې نور اثار لیکلي او ټولنې ته یې وړاندي کړې، چې د بیلګي په توګه یې د (هلمند نومیالي) اثر یادولی سو چې په ۵۰۰ مخونو کې د هلمند د لرغونې، منځنۍ او معاصرې دورې ښځینه او نارینه نومیالي پېژندل سوي. د لیکوال ځینې نور اثار به هم ډېر ژر له چاپه راووځي او د لوستونکو تر لاسونو به ورسي. په پای کې د کتاب لیکوال او دهغه درنې کورنۍ ته د زړه له تله د کتاب د چاپ مبارکي وایم، پر قلم او فکر دې برکت وي، هیله ده چې ټولنې ته همداسي نور څيړنیز اثار نور هم وړاندي کړي.
 هلمند ، لښکرګاه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery