مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-13   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د وینډوز اته (Windows 8) په شروع هینداره (Start Screen)کي یو جالب تغیر راوستل

خليل منتظر

    

 ګرانو دوستانو غواړم د ویندوز اته په شروع هینداره کي د یوه په زړه پوري تغیر راوستلو په هکله تاسو ته معلومات در کړم هیله من یم چي درته په زړه پوري به وي.
کله چي تاسو وینډوز اته ته داخیلیږی لمړۍ شی چي ورسره مخ کيږی هغه شروع صفحه ده چي په یوه جالب انیمیشن سره تاسو ته ښکاره کیږي،اما دغه وروسته ادامه نه لري يوازي د داخلیدو (log in) په وخت کي ورسره مخ کیږو.د ویندوز اته پر خلاف په ویندوز فون کي چي هر وخت د شروع تڼی وهو دغه ښکلي انیمیشن راته ښکاره کيږي يعنی مخصوص د لمړی ځل لپاره نه وي.
لیکن سخته نه ده چي په ویندوز کي د یوه کوچنی تغیر په راوستلو سره دغه انیمیشن همیشنۍ کړو د دې کار لپاره:
۱: Win+R تڼی وهو او په راخلاص سوي کلکین کي regedit ټایپ او انټر وهو.
۲: اوس په پر له پسې توګه یو په بل پسي لاندي ادرس ته ځو.
HKEY_CURRENT_USER\\Software\\Microsoft\\Windows\\CurrentVersion\\ImmersiveShell\\Grid
۳: د Grid پر فالډر راسته کلیک کوو وروسته د New له مینو څخه DWORD (32-bit) Value انتخابوو او Launcher_SessionLoginAnimation_OnShow نوم ورته ورکوو.
۴: پر یاد فایل دوه واري کلیک کوو او Value Data په ځای کي 1 لیکو.
اوس که چیري هرځل د شروع هیندارې ته ځو د انیمیشن سره به مخ کیږو.
او که غواړی چي نور تغیرات هم پکښي راولی يو ډیر کم حجمه سافټ غالۍ (Software) د Start screen animations tweaker په نامه له انټرنټ څخه کښته کړي یاد سافټ غالۍ بې له انسټالولو څخه ډیر اسان کارکوي..!
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery