مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-18   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

اسيايي جام، افغان لوبډلې ته لويه ننګونه

نقيب احمد اتل

    
 هغه ورځې ګام په ګام رالنډېږي؛ چې کرکټ لوبغاړو او مينه والو يې هيله درلوده.افغان لوبډله په لومړي وار د اسيايې جام په پنځوس اوريزو سياليو کې لوبېږي. د نړۍ تکړه لوبډلې اوس هم په دا ډول سياليو کې د لوبېدو خوب ګوري؛ خو افغان لوبډلې د خپلې زړورتيا له امله دغه لرې واټن ډېر ژر وواهه، افغان لوبغاړي په شل اوريزو سياليو کې ښه ځلېدلي، مګر دا پلا به له دوه برابره ستړيا سره مخ کېږي،که موږ ډېر کله په شل اوريزو او پنځوس اوريزو سياليو کې خپلې همسنګې لوبډلې ايرلينډ، سکاټلينډ، هالينډ، کنييا، نمبييااو نورې ماتې کړي، خو په ټيم کې د ځينو نيمګړتياو له امله مو دنړۍ پياوړو لوبډلو هندوستان، پاکستان، جنوبي افريقا، انګلستان او اسټراليا ته لوبې بايللي دي !
ځينې خلک وايي : (( ليدونکي ښه کره کتونکي وي )) زه هم د خپلې لوبډلې د يوه مينه وال او ليدونکي په توګه د دوی وړتيا او زړوتيا ستايم ؛ خو د سمون لپاره يې نيمګړتياو ته ګوته نيسم!
که موږ خپلو تېرو سياليو ته وګورو؛نو افغان لوبډلې خپلې ډېرې لوبې د توپ اچونې پر مټ ګټلي دي، د افغان لوبډلې ورو او تېزه توپ اچونه د نړۍ له وتليو لوبډلو سره پرتله کولی شو. په تېر کې د افغان لوبډلې د فيلډينګ برخه هم کمزورې وه؛ چې ښه بېلګه يې د۲۰۱۲ کال د شل اوريز نړيوال جام په سياليو کې هندوستان سره د لوبې پر وخت د خپلو لوبغاړو د ناسم فيلډينګ يادون دی، خو له کينيا، ايرلينډ او پاکستان سره په لوبو کې يې بې ساری فيلډينګ د ډېرې ستاينې و.
په کرکټ کې پر توپ اچونې او فيلډينګ سربېره زموږ د توپ وهنې برخه ډېره خواره ده او له بده بخته؛چې د يوه ښه روزونکی نشتون زموږ د لوبډلې د نامسلکي والی لامل ګرځېدلی دی. د توپ وهوونکو لپاره د ځانګړي پلان او ستراتيژۍ نشتوالی يو بل لامل دی؛ چې دې کار افغان لوبډله د منډو جوړولو په برخه کې تل له ستونزو سره مخ کړې ده، د اوپنرانو، دويم او درېيم وکټ ناسم جوړښت او ناسم پيل هر وخت لوبډله د فشار لاندې راوستې ده، ډېر کله د شهزاد محمدي بې باوره توپ وهل، د نوروزو منګل لخوا ورو توپ اچوونکي په سمه توګه نه لوبول،د اصغر ستانکزي زړه نازړه لوبېدل، په توپ وهنه کې د نجيب ځدران او ګلبدين نايب مخکې وروسته کول او نور... هغه ناسم جوړښتونه دي؛ چې پر منډو جوړولو يې اغېز ښندلی. د تيزو توپ اچوونکو د(Shot) او (Bounce) توپونو ويشتل افغان توپ وهوونکو ته يو بل سرخوږی دی، دوی ډېر کله دا ډول توپونه نه شي لوبولای او تل ويکټ کيپر او سليپ ته په اسانۍ سره cache کيچ ورکوي.
توپ وهوونکی بايد په ډېر فکر او دقت سره ولوبېږي، د ورو او تېزو توپ اچوونکو څارل او هر ډول توپ غورځونې ته پام کول د لوبغاړي د فکري وړتيا او ځواک څرګندويي کوي.
په توپ وهنه کې د توپ وهوونکي مورال بايدډېر کلک وي، د توپ اچوونکي او فيلډرانو په خبرو نه غولېدل او همت له لاسه نه ورکول د يوه ښه لوبغاړي ځانګړنه ده،په ځان فشار نه منل بياد هرلوبغاړي لپاره ډېر اړين دي.
په توپ وهنه کې حوصله توپ وهوونکي ته تر ټولو ښه وسيله ده، يو مهال توپ وهونکي ته داسې وخت په لاس ورځي؛چې په توپ اچوونکو د خپلې خوښې شاټونه ووهي؛خو له بده مرغه چې افغان توپ وهوونکي ډېر کله خپله حوصله له لاسه ورکوي؛ چې دا کار يې د سوځېدو لامل شي.
په هره لوبډله کې دوه درې داسې باوري لوبغاړي وي؛ چې د لوبډلې د ملاتير ګڼل کېږي او د خپلې پراخې حوصلې له امله په بحراني حالت کې د لوبې پر وخت خپله لوبډله له ماتې ژغوري، په افغان لوبډله کې له اصغر ستانکزي او محمد نبي عيسی خېل دا تمه کېدای شي؛ خو اسټراليا سره له يو ورځنۍ لوبې کولو پرته په نورو کې ښه نه دي ځلېدلي.
موږ د ډېرو لوبو شاهدان وو؛ چې په نړيوالو شل اوريزو سياليو کې د نړۍ له مخکښو لوبډلو سره زموږ د توپ وهوونکو منډې هېڅکله هم ۱۴۰ ته پورته نه شوې، دا سمه ده؛ چې افغان لوبډله د توپ وهنې په برخه کې روزونکی نلري او کبيرخان نه شي کړای؛چې په يوازې ځان د لوبډلې ټولې تشې ډکې کړي؛ خو همدې نيمګړتيا ته په کتوسره په اسيايي او نړيوال جام کې تر لوبو وړاندې بايد دې برخې ته ډېر کار وشي.
د چمتووالي په پړاو کې په ځينو افغان لوبغاړو کار او په ځينو فکر په کار دی؛ ځکه د هندوستان ، پاکستان، سريلانکا او بنګله دېش سره د يوې ځوانې لوبډلې پنځوس اوره سيالي کول اسانه خبره نه ده، افغان کرکټ بورډ بايد لوبغاړي لومړی ښه چمتو او بيااړباسي؛ چې لږ تر لږه دوه لوبې وګټي، ګټه به يې د راتلونکي پنځوس اوريز نړيوال جام په سياليو کې نورو برياو ته ور پرانيزي. ويل کېږي؛ چې کرکټ د بخت لوبه ده؛ خو قوي مورال، همت، حوصله او فکر د بخت ملګري دي، افغانان به د تېر په څېر خپل اتلان په دعاګانو کې ياد ساتي؛ خو هر اتل به يوازې د خپل ځان لپاره نه ! بلکې د ټول افغانستان لپاره لوبه کوي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery