مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-25   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولني اوروزگان ملي مهالنی خپروني ادارې دخواشينۍ

حبيب الله غمخور
په ډيره خواشينۍ مودا زورونکی اودرد ونکی خبر ترلاسه کړ ، چې زموږ دهيواد قسم خوړلوافغان دښمنو ،دپردو نوکرانو او لاسپوڅو يوځل بيا داسلام ددفاع په نوم د هلمند دتاريخی ولایت دلښکر گاه دښا رپه شاوخواکي دنیویارک ټایمز سیمه ئیز خبریال، افغان زلمی نوراحمد نوري پداسي حال کښي چې دخپلې دندی سرته رسولو لپاره ددفتر په لور روان وو ،دانسانيت ددښمنانو لخوا په بې رحمانه اوحشيانه بڼه په شهادت رسېدلی اودنوموړی ځوان ژورنالست مړی دهلمند پوليسو پداسي حال کي پيدا کړ چي په يوې بوجۍ کښی ئې جسد اچول سوی وو. انا لله وانا الیه راجعون دافغان ولس کورنيو اوبهرنو دښمنانو په کراتو زموږ ځوان اوژبغړاندي زلمی له نېست سره مخامخ کړي دي ،خوداملت دخپلو گاونډيانو دټولو دسيسواوغيري انسانی حملو پر وړاندي چوپ ندی پاته سوی . موږ افغانان پدي پوهېږوچي دوې غواړی پدې توگه زموږ زلمی دعلم ،تحصيل،فرهنگی،ژورنالستيکو اوعلمی هڅو،زيار اوکاروبار نه ددوي لخوا پدې ورستيوکي درازېږول سوی لعنتی ډار په مټ ليری وساتی . دوي غواړي چې زموږ هغه وطنوال چې غواړي دخپل دژونددبقا په خاطر دنړيوالو رسنيو اويانورو ادارو سره کارکوی بايد زموږ دگاونډو هيوادو لاسپوڅۍ اوداستخباراتی کړيو همکار اوسی ،کنه نو ژوند یې لکه همدا شهيدنوراحمد نوري غوندی پايته رسېږي . نن شهيدنوراحمد نوري ،دحلالي نفقې او ډوډۍ پيداکولو په خاطر دپردو دغلامانولخوا په بې رحمانه بڼه په شهادت ورسېد ،سبا به بل په همدې ډول به يوبل ځوان اوزحمتکښ له منځه وړل کيږي،پرون په همدې ولايت اوهمدي ښارکي دټول افغان ولس لپاره منلی اوپر ټولوگران لکه گران صمد روحانی په شهادت ورسېد چې تراوسه یې قاتل چا پيدا نکړ ،همدا ډول به دشهيد نوراحمد نوری قاتل پيدا نسي . په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره په افغانستان کي دافغان ولس اوپه ځانگړې توگه ژورنالستانو،پوهانو اوټولنيزوشخصيتونوپر خلاف دا ډول کړنې په کلکه غندی اودنفرت په سترگه ورته گوري . موږ دهر چا لخوا چي وي دژورنالستانو،روڼ اندو،دينی عالمانو اوسياسی شخصيتونوپر خلاف داډول وحشيانه عمل په ټينگه غندو او دملگرو ملتو دسازمان ،دبشردحقوقو دنړيوال سازمان ،دمطبوعاتو دازادی نه ددفاع نړيوال سازمان اوټولو بشری ټولنو نه په کلکه غواړو چې پر افغان دولت دخپلو نړيوالوامکاناتونه په استفادې سره دسياسي فشار له مخې دوې دېته اړباسي چې په رښتيانۍ بڼه ددې فرهنگی اونړيوالو رسنيو دلاروی دژوند اخيستونکوپه لټه کي سي. په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره پداسي حال کښي چي ځانونه ددې ځوان اوهڅاند ژورنالست شهيد نوراحمد نوري اوددوي دغمځپلي او دردېدلي کورنۍ له ټولوغړوسره پدې ستر او دردونکی غم کښي شريک بولي،دلوی خدای ( ج ) له دربار نه مرحوم شهيد ته فردوس جنت اودکورنۍ پاتې کسانوته دجمیل صبر غوښتنه کوو. روح دې ښادوي او يا ددې ابدی وي . يادونه ،ددې پېغام کاپي لاندي نړيوالوسازمانوته ولېږل سوه : ۱/ په افغانستان کي دملگرو ملتونودسازما ن نماینده گی دفتر يونما . ۲/ دبشری حقوقونړيوال سازمان . په سوديډن کي ددوستی مشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې په استازيتوب حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery