مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-07   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

زعفران؛ د هر مرض دوا

امرالله کامه وال

 

 

 زعفران د اقتصادي ارزښت له مخې په نړۍ کې د لوړ قیمت لرونکو کرنیزو محصولاتو له ډلی شمېرل کېږی چې؛ د نورو محصولاتو په شان په کیلو ګرام او ټنونو نه پلورل کېږی، بلکې په ګرام او مثقال یې پېر او پلور کېږي. زعفران په غالب ګومان د مدیترانې شرقي سیمې نباتاتو له ډلې شمېرل کېږي چې له دې ځایه یې کرکیله افغانستان کې هم رواج پیدا کړی، خو د ترویج او پراخیتا لپاره یې لومړنۍ هڅې ۳۰ کاله وړاندې پیل شوې، خو بدبختانه د کورنیو جګړو پرمهال نیمګړې پاتې شوه.

اوسهمال د یو کیلو زعفرانو بیه په نړيوالو بازارونو کې څلورو او دولسو زرو ډالرو ترمنځ ده. په لرغوني او اوسني وخت کې دزعفرانو اکثريت مقدار د غذاګانو او مشروباتو د خوند، رنګ او بوی په ښه کولو کې اوهمدارنګه د ماشومانو لپاره په خوراکي توکو جوړولو کې ترې استفاده کېږي.
د زعفرانو په اړه تحقیقات ښیي، چې د مختلفو ویټامینونو او د بدن ضرورت وړ مختلف عناصر، منرالونه او شحمي موادو لري او په درملنه کې یې اغېز مثبت دی.

د زعفرانو په استعمال سره عصبي، هضمي او تنفسي سیستمونه د ځینو ناروغیو لکه د اعصابو ضعف، خستګي، درد،بې خوبي، کم خوراکي او تنفسي بې نظمي ورسره حلېږي. همدارنګه د پښتورګو او مثانې تېږې، د سرخکا نو، تبې، زيړي، د زړه د لويوالي، د توري لويوالي، شکر او پوستکى ژیړ زخم، د سترګو خارښت، د کلمو درد او همداډول خوني اسهال، عضلاتي دردونه او سرطان ناروغیو لپاره په درملو کې ترې استفاده کېږي. د لیدو او اورېدو قوت هم ډېروي او هغوی چې د زړه له رنځه ځورېږي د زعفرانو د استعمال توصیه ورته کېږي.

د زعفرانو د حاصل ټولو وخت کې باید هڅه وشی څو (stigma) برخه میده نه شي، که چېرې میده شي نو خپل لوړ ارزښت له لاسه ورکوي. د یو کیلو وچ زعفران دلاسته راوړلو لپاره /۱۵۰۰۰۰تازه ګلانو ته ضرورت دی او ددې شمېر پوره کولو تکلیف یوازې بزګر ته معلوم دی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery