مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دبېنوا پاڼي د خواشينى پيغام

خالد هادي

 

په ډيري خواشينى سره مو خبر تر لاسه کړ چي د پښتو ژبي ځوان ليکوال او څېړونکى د کابل پوهنتون استاد پوهيالى محمود مرهون د دريمي حوزې د عسکرو له خوا په بې رحمانه ډول د حوزې د امر له خوا وهل سوى دى ، دا پېښه په داسي حال کي رامنځ ته سوې ده چي جنګ څبلو سيمو ځوانان چي دا مهال د کابل پوهنتون د امادګۍ په پوهنځي زده کړي تر سره کوي د خپلو حقونو د غوښتني لپاره د لوړو زده کړو د وزارت و مخي ته راټول سوي وه د دريمي حوزې امر د خپلو برچپکو عسکرو په وسيله اتلس کسه محصلين زخمي او نور لسګونه يې له ځان سره بندي وړي وه او په حوزه کي يې تر لت او کوب وروسته پرې ايښي وه
دا شاګردان ادعا کول چي دوى ته په پوهنتون کي د پوهنځي د ادارې له خوا په پرله پسې توګه د ترويستانو خطاب  ورته کيږي

 د بېنوا اداره د کابل پوهنتون د ځوان استاد ښاغلي محمود مرهون او محصلينو وهل او تر ټل په کلکو ټکو غندي او له عدلي او نظامي ارګانونو څخه هيله کوي چي پېښه تعقيقب کړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery