مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-26   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

څنګه پوهیږو چی د ډیپریشن په ناروغئ اخته یو؟


 
 د ډیپریشن ناروغئ ته د ژور خپګان ناروغی هم وییل کېږی. د دی ناروغئ پېژندل ډېر آسانه دی، که یو وګړئ خپل چلند ته ښه ځیر شی ښایی پخپله هم پوه شی چی د ډیپریش یا ژور خپګان په ناروغئ اخته شوئ ده. لاندی څو پوښتنو ته ښه فکر وکړئ او په هو او نه ځواب ورکړئ. که ستاسو د هو ځواب د نه ځواب څخه ډېر وی نو ښایی چی پدی ناروغئ اخته یاست.
1. آیا ډېر وخت مو زړه خپه وی؟
2. آیا نهیلی یاست او نیکمرغه راتلونکی ته هیله من نه یاست؟
3. آیا ډېر وخت مو زړه تنګ وی؟
4. آیا زړه مو غواړی چی وژاړئ او کله کله له ځان سره پټ پټ ژاړئ؟
5. آیا داسی خیالونه درته پیدا کیږی چی دا څه ژوند ده، لدی خو مرګ ډېر ښه ده؟
6. آیا ډېر وخت درته سردرد پیدا کیږی؟
7. آیا کله چی د یو کار هوډ وکړئ نو بیرته پښېمانه کېږئ او پدی ډؤل هیڅ پرېکړه او کار نشئ کولائ؟
8. آیا پخپل ځان بی باوره یاست؟
9. آیا په مینه نه بلکه په مات زړه کارکوئ یا کله چی یو کار کوئ نو فکر کوئ چی څوک یی درباندی په زور کوی؟
10. آیا له خپل نصیب نه هر وخت ګیله من یاست او فکر کوئ چی نصیب مو خوار ده؟
11. آیا په لږ خبره ډېره غصه درځی؟
12. آیا شور درباندی بد لګیږی او په شور ماشور غصه درځی؟
13. آیا په ډېره لږ ناروغئ درته داسی ویره پیدا کیږی چی ښایی سرطان، د زړه ناروغی یا بله وژونکی ناروغی وی؟
14. آیا کله چی له یوی ناوړه پېښې سره مخ شئ نو په ورځو ورځو درته یادیږی او غصه درځی؟
15. آیا کله داسی حس کوئ چی زړه په موټی کی نیول شوی ده؟
16. آیا کله داسی کیږی چی هسی هم زما ژوند ښه ژوند نده که مړ شم هم څه خبره نده او پدی بنسټ نشه ایزو توکو لکه: نسوار، سګرټ، چرس، شراب او نورو چارو ته زړه ښه کوئ؟
17. آیا کله کله د زړه ټکان احساسوئ یا مو د سینی په کيڼ لور کی د زړه د ساحی درد احساسوئ؟
18. آیا خوب مو ګډ وډ ده؟ یا بیخوبی لرئ یا مو خوب بیخی ډېر ده؟
19. آیا ډېر وخت ستړی یاست؟
20. آیا ډېر وخت مو ډوډئ ته زړه نه کیږی؟
21. آیا د سر دواړو اړخونو ته دروندوالئ احساسوئ؟
22. آیا ډېر وخت د معدی تکلیف لرئ چی له درملنی سره یا نه ښه کیږی یا د درملنی د پای ته رسیدو وروسته بیا درته پېښېږی؟
23. آیا کلونه کلونه قبضیت یاست یا وار په وار څو ورځې قبضیت او بیا څو ورځې په نس ناسته اخته یاست یا په یو وخت هم قبضیت او هم په نس ناسته اخته یاست یعنی ډکی میتیازی مو اوبلنی دی مګر خلاصی نه کیږی او فکر کوئ چی نوری هم شته چی باید وی کړئ؟
24. آیا کلونه کلونه مو ګیډه باد اخلی چی په کولمو کی مو تاویږی او درد درته پیدا کوی چی د معدی او آمیب د درملنی سره په بشپړ ډؤل نه ښه کیږی؟
25. آیا کله کله درباندی داسی حالت راځی چی فکر کوئ دمګړئ مړه کېږئ او له ځان سره پټه پټه کلمه وایی چی هسی نه بی ایمانه له دنیا لاړ شئ؟
26. آیا کله داسی ویره درته پیدا کیږی چی زلزله ده یا مو سترګو ته ځمکه ښوریږی او ویریږئ؟
27. آیا کوم ځای ته یواځې تګ درته ستونزمن ښکاری او اړ کېږئ چی باید بل ملګرئ درسره وی؟
28. آیا کله چی له کوره بل چیرته ځئ نو سودا درته پیدا کیږی چی هسی نه هلته څه تکلیف درته پېښ شی چی بیرته به هم نشئ راتلئ؟
29. آیا کله چی د یوی ناروغئ په اړه معلومات واورئ نو داسی فکر کوئ چی تاسو پری اخته یاست او کټ مټ هماغه نښې نښانې په ځان کی حس کوئ؟
30. آیا ډېر وخت مو نیم بدن درد کوی یا په نیم بدن کی کمزوری احساسوئ او فکر کوئ چی په فالج اخته یاست؟
31. آیا ډېر وخت غمګینی سندری اورئ او مستې سندری درباندی بدی لګیږی؟
 یادښت: ډیپریشن دومره پراخه ناروغی ده چی نښې نښانې یی په لویو لویو کتابونو کی نه راځی خو دلته یی یواځې لویی نښې یادی شوی دی. هغه ګران لوستونکی چی په ځان کی دا ډؤل نښې ګوری نو هڅه دی وکړی چی د روانی ناروغیو له ډاکټر سره مشوره وکړی.
په درنښت.
ډاکټر فیض الله (ثاقب
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery