مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-03-16   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

روزنیز او ښونیز تحرک

 

 د لوی څښتن تعالی په نامه غواړم چی دلته د پښتنو روزنیز او ښونیز تولنیز او سیاسی تحرک تر نامه لاندی یوه سوچه ملی طرحه په لنډه مګر دقیقه توګه خپلو ګرانو او درنو هیوادوالو ته وړاندی کړم .

د ډیرو کلونو راپه دی خوا مونږ د یووالی ، سیاست ، ایډولوژی ، انقلاب ، خوځشت ، ګوند ، فردي او یا هم د جمعي او یا ګوندی کار، ... او نه پوهیږمه د څه او څه ، تر نومونو چیغی وهو خو متاسفانه تر اوسه یی هیڅ کومه ګټوره او دقیقه طرحه نه لرو. مثلا: زه تر اوسه پوری ، په درسته یعنی په دقیق علمی توګه د \\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\"خوځشت\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\" پر اصطلاح باندی پوه نه یم ، هیله ده چه زمونږ هغه ګرانو وطنوالو چه دا اصطلاح استعمالوی ، دا اصطلاح په دقیق علمی توګه تعریف وکړی . سیاسی کلمات او سیاسی اصطلاحګانې دیرې دی ، خو مونږ داسی کلماتو ته اړتیا لرو چه زمونږ په دردخوری. او له سیاسی کلمات او سیاسی اصطلاحګانې نه هم ، مونږ په دی برخه کی دقیق عملی کارونو ته ضرورت لرو.

څښتن تعالی مونږ ته د تحسس او تعقل قواوی راکړی دی مګر متاسفانه چی په دی موضوع کی مونږ اکثرآ یواځی له تحسس څخه کار اخیستی او اخلو .

مونږ خپل مظلوم ولس ته بیلابیل مسولیتونه لرو له یوی خوا باید چی خپل مظلوم ولس د مفسیدینو، بډی اخیستونکیو، غاصیبینو او پردیو غلامانو له تکلیف او عذابه څخه خلاص کړو او له بلی خوا د خپل مظلوم ولس لپاره د روزنیز او ښوونیزلوړوالی امکاناتو برابرولو ضمینه مساعده کړو.

د ولس ویښول یواځی او یواځی د ټولنیزو تحرکاتو په واسطه وسیعه ټولنیز اصلاحات منځ ته راوړی. یوه داسی سوچه ملی طرحه چی عملی بڼه ولری ، د مونږ د دردونو لپاره لکه یوه ګټوره نسخه ده.

د پښتنو روزنیز او ښونیز تولنیز او سیاسی تحرک یواځی یو عنوان یا کوم شعار نه دی، بلکه دا یو ډیر معقول ، ښایسته او صحی ملی سیاسی فورمول دی چی هسی یو وچ تیوریتیکی فورمول نه دی بلکی معقولی، علمی او عملی لاری هم لری.

همدغه د پښتنو تحرک د یوه روزنیز او ښوونیزټولنیز تحرک په حیث کولای شی چی ولس راویښ کړی او هر ډول فاسد او غاصب دولت سمی لاری ته برابر کړی او دا ډول ویښ والی یو دقیقه او بنسټیز ویښوالی وی. دلته یواځی پوهه او صادقه پښتنو کولای شی چی یو داسی ټولنیز تحرک وچلوی، دلته یو فرد هغه وخت مطرح وی چی ولس ته ګټور وی . که چیرته صبا ورځ یو فرد د ولس له لاری منحرف شی نو له همدغه ورځی څخه نور دغه شخص له دی تحرک سره ملګری نه دی، یعنی چه ، دلته د کوم ریاست یا د کوم وزارت خبره نه ده دلته باید چه د خدایی خدمتګار موضوع مطرح وی.

لمړی تر هر څه باید چی ددی پوښتنی ځواب ورکړو چی د پښتنو تحرک د څه لپاره ؟

 نو که چیرته په یوه لنډ ځواب اکتفا ووکړو نو بیا کولای شو ووایو چی : مونږ د خپلی رفاه او بقا لپاره یووالی او یوه روزنیز او ښوونیزټولنیز او سیاسی تحرک ته اړتیا لرو. اوس کله چی یووالی او یوه روزنیز او ښوونیز ټولنیز او سیاسی تحرک ته اړتیا راته ښکاره شوه نو ګورو به چی لاری یی کومی دی؟

 د یووالی او د تحرک د کلماتو په هکله دلته لنډ توضیعات ته اړتیا لیدل کیږی :

۱- د پښتنو یووالی او یا وحدت د پښتنو نه بیلیدنه او یا هم د پښتنو یوځایی معنی لری ، یا په بل عبارت د پښتنو یووالی او یا وحدت یوه داسی ملی اتفاق ته وایو چی د پښتنو اتحاد او یا اتحادونو په ذریعه منځ ته راځی . سره له دی چی یووالی او وحدت تقریبآ مشابه معناوی لری مګر وحدت د یواځیتوب او تنهایی معنی هم لری نو له دی کبله مونږ دلته د یووالی اصطلاح ته ارجعیت ورکوو او د پښتنو د یووالی څخه خبری کوو .

۲- د تحرک کلمه او یا د تحرک اصطلاح یوه خپلواک حرکت ته ویل کیږی . البته د تحرک اصطلاح د تحریک له اصطلاح سره توپیر لری ځکه چی تحریک په حرکت راوړلو ته ویل کیږی چی فاعل یی په درسته توګه ښګاره نه وی .

ددی اصطلاحاتو د تشریح په اساس د مظلوم افغان ولس د یووالی تحرک خپله معنی په پوره توګه ارایه او ښکاره کوی اوس نو باید چی وګورو چی د پښتنو د یووالی تحرک باید چی یو څه رنګه تحرک وی څه مشخصات او څه ډول خصوصیات ولری او بالاخره څه ډول طرزالعمل باید چی ولری.

د پښتنو یووالی په پوره توګه نه د ولسمشر له خوا منځ ته راوړل کیږی او نه هم د کوم وزیر له خوا. بلکه د پښتنو یووالی د یوه قوی او غښتلی ټولنیز حرکت په واسطه منځ ته راځی. خو که چیرته کوم ولسمشر او یا کوم وزیر د یوه خدایی خدمتګار په توګه د پښتنو د یووالی تحرک لپاره دګټورو کارونوکول وغواړی نو باید چی هیڅ کوم ممانعت موجود نه وی یانی چی د پښتنو د یووالی د تحرک ور له ولس مشر څخه نیولی تر ولس کشر پوری ټولو ته باید چی خلاص وی . مګر د تحرک اصلی موتور باید چی هغه کسان وی کوم چی د خدایی خدمتګارانو په توګه دغه تحرک ته کار او فعالیت کوی.

د پښتنو د یووالی روزنیز او ښوونیزټولنیز تحرک څه رنګه منخ ته راشی؟

 د پښتنو د یووالی روزنیز او ښوونیزټولنیز تحرک اهداف یانی د پښتنو د یووالی روزنیز او ښوونیزټولنیزتحرک څه غواړی ؟

 ددغه تحرک اهداف د پښتنو تر منځ اتحاد، اتفاق، سوله ، یووالی، ولسواکی،ترقی او بالاخره رفاه یانی د ژوند ښه والی منځ ته راوړل غواړی.

دا ملی سیاسی فورمول ـ د پښتنو د یووالی ، روزنیز او ښوونیزټولنیز تحرکـ ـ دری مرحلی لری:

لمړی مرحله:د پښتنو بسیج یانی راټولیدل:
د دپوه او صادق پښتنو د بسیج یانی راټولیدلومرحله ده دا راټولیدل کیدای شی چی نن صبا د رسنیو د لاری ووشی چی اصلی موښه د پښتنو د اندونو ، وړاندیزونو، طرحی او بالاخره افکار، البته مشخصآ دمونږ د روزنیز او ښوونیزښه والی اودمونږ د یووالی په حکله راټولیدل دی.

یانی چی په دقیقه او علمی توګه همدانن لا ویلای شو چی هرومرو یو تعداد د پښتنو د یووالی ، روزنیز او ښوونیزټولنیز تحرک طرفداران دی ، یو تعداد ممکن مخالیفین وی او یو تعداد هم بیتفاوته وی خو د له آمو څخه تر سند پوری د پښتنو تحرک لپاره یواځی هغه نظریات او وړاندیزونه په زړه پوری دی چی د دغه تحرک د طرفدارانو له خوا منعکس کیږی یانی خپریږی. او دلته باید چی له اندونو او وړاندیزینو څخه بی له دی چی کوم ګوندی، مفکوروی اویا ذوقی توپیر ووشی په ښه توګه ګټه واخیستل شی خو موضوع باید چی تل په همدغه خپل محور ، یانی ، د پښتنو د یووالی ، روزنیز او ښوونیزټولنیز تحرک پر محور ، وڅرخیږی.

دوهمه مرحله:د تحرک تداوم او یا د تحرک دوام مرحله ده چه دانسجام یانی چه نظم او ترتیب مرحله هم ورته ویلو شو.
دا مرحله د تحرک د تداووم مرحله ده.یانی زمونږ راتولیدل دوام لری او زمونږ د تحرک په دی مرحله زمونږ پوهه او صادقه پښتنو د مونږ د یووالی د نشتوالی په هکله اود مونږدروزنیز او ښونیز ستونزی په هکله دقیقه او هراړخیزی څیړنی کوی او دحل لاری لټوی چی یو لړ لامیلونه یی ښکاره دی لکه پردی لاسوهنی او جګړه په هیواد کي.

چی ددی پردیو لاسوهنو او جګړو پایلی دادی چی :

لمړی: په دولتی او غیردولتی ادارو کی داخلاقی او اداری فسادپراخه شتون
 دوهم: په دولتی او غیر دولتی ادارو کی د افغان ضد عناصرو پراخه شتون
 دریم: بالخصوص د ایران او نورو هیوادونو لاسوهنی او هڅونی
 څلورم: په افغانستان کی د پخوانیو جنګ سالارانو په ځانګړی توګه د شمالی او شمالغربی جنګسالارانو شتون
 پنځم: د افغانیو او بهرنیو پوځیانو له خوا د افغانانو ځورینه او وژنه
 شپږم: د بیسوادی د کچی لوړوالی
 اووم: غربت او بیکاری او اقتصادی ضعف

 په دی مرحله کی سره له دی چی د راټولیدلو پروسه د زمونږ په ټولنه کی لا روانه ده او دا تحرک هره ورځ نوی طرفداران ګټی او زمونږ راټولیدلو اوهم زمونږانسجام لکه د واوری غونډاری د تحرک په وسیله وار په وار غټیږی .

بلی هو له دی سره برابر یانی موازی د زمونږ مظلوم ولس تحرک له آمو تر سند پوری د یووالی ،ښونیز او روزنیز ټولنیز تحرک په حیث یانی د یوه ملی سیاسی اکتور په حیث په ملی او نړیواله سطحه را ووچتیږی او راپورته کیږی. یانی د زمونږ مظلوم ولس اصلی او واقعی اړتیاوی اوغوښتنی را ووچتوی او راپورته کوی.

دلته راته څو ټکی ډیر مهمه ښکاری او هغه دا چی په ملی سمبولونو د تفاهم لپاره چی په هغه کی په یوی ملی ژبی تفاهم رسیدل له نور هر څه مهمه دی ګټور کار کول. د یوه خپلواکه او په خپلو پښو ولاړ افغانستان لپاره په ملی سمبولونو او اړتیاوو تفاهم ته رسیدل له نور هر څه څخه مهمه دی که چیری مونږ په ملی او نړیواله سطحه په یوه ګډه ژبه غږ پورته کړو نو یقینآ به زمونږ غږ د نړی هری ګوښی ته ورسیږی او واوریدل شی.

په دی مرحله کی له آمو تر سند پوری د زمونږ یووالی تحرک فعالیتونه یوه پخه بڼه ځان ته غوره کوی. یانی د بیلګی په توګه په حقوقی، سیاسی، روزنیزو او ښونیزو برخو کی زمونږ مسلکی، پوه او صادق فعالین د زمونږ مظلوم ولس مشروعه غوښتنی او اړتیاوی په منظمه او علمی توګه مطرح کوی.

تقریبآ د دوه نیمو پیړیو را په دیخوا په نړی کی تخصص منځ ته راغلی دی. مثلا د یوه دیوار لپاره یوه خټګر ته اړتیا ده او دا د یوه ترکاڼ کار نه دی. او که چیرته ترکاڼ د خټګر کار ووکړی نو هرومرو به نیمګړتیاوی لری.

اوس نو نن صبا مونږ هم مثلا د خپلو حقوقی غوښتنو لپاره حقوق پوهانو ته اړتیا لرو او دسیاست لپاره سیاست پوهانو ته او د روزنیزو ستونځو لپاره هو مسلکی پوهانو ته.

د پښتنو تحرک په خپله دوهمه مرحله کی کولای شی چی د یوه باثباته سوچه او غښتلی ملی اکتور په توګه په ملی او بین المللی سطح خپل شتون او مشروعه غوښتنو ته ضمینه مساعده کړی.

د پښتنو ښونیز او روزنیز تحرک یو داسی عمل او هڅه ګڼل کیږی چی زمونږ د ګډو اهدافو او ارمانونو لپاره لمړی د غیررسمی او یا غیر دولتی شبکو په ذریعه فعالیت کوی او په دوهمه مرحله کی به هم کوم خاص رهبر نه لری په مختلفو ساحو کی به پوهه او صادقه پښتنو خپل دقیقه او علمی او مسلکی نظریات له زمونږ ولس سره شریکوی. ددی تحرک توپیر له نورو سیاسی ډلو او ګوندونو سره په دی کی دی چی دا تحرک به په خپله لمړی او دوهمه مرحلو کی په دولتی قدرت او وا اخیستلو پسی نه ګرځی، بلکه په حکومتونو به دا فشار راوړی یانی د فشار ضمینه برابروی تر څو واقعی، مثبت او عمیق ټولنیز تحولات منځ ته راشی ددی تحرک زړه او موتور به فقط او فقط پوهه او صادقه پښتنو وی چی تل به د خدای خدمتګارانو په توګه د پښتنو په ملی ګټو پسی روان وی.
هغه صادقه او پوهه پښتنو چی په لمړی او دوهمه مرحله کی د زمونږ مظلوم ولس د آزموینی د پوه او صادقه پښتنو په توګه خپل بری تر لاسه کړی نو بیا به کولای شی چی په دریمه مرحله کی د رښتینیو پښتنو مشرانو په توګه خپله مینه خپل مظلوم ولس ته ثابته کړی.

دریمه مرحله:

دا به د پښتنو تحرکی روستی مرحله وی چی د کارونو او موسیساتی کولو مرحله هم ورته ویلای شو. په دی مرحله کی به پښتنو د لوی څښتن په مرسته خپلی موښی ته رسیږی
 د پښتنو یووالی ښونیز او روزنیز تحرک په دی مرحله کی خپل مشخص آدرس پیدا کوی او د خپل نوم او اهدافو تر شعار لاندی د لوی څښتن په مرسته د خپل ځان غوندی عالی شورا د مشوری او رهبری لاندی په ملی او بین المللی سطح د یوه خپلواک او غښتلی سیاسی او کلتوری اکتور او د یوه سوچه ملی فکر خاوند په حیث عمل کوی.
د پښتنو تولنیزتحرک د هر یو افغان له حقوقو څخه دفاع کول خپل وظیفه بولی.
په افغانی تولنه کی د بی سوادی دمحو کولو لپاره د پښتنو تحرک له خپل ملی اراده او له خپل ملی توان څخه عظم استفاده غواړی.
هر وخت چه دپښتنو تولنیز تحرک پر خپل ځان کی \\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\"توان\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\\" احساس کړی ، بیا کولای شی چه د پښتنو غوښتنی او ارمانونه په ملی او هم پر بینالمللی سطوحو کی تمثیل وکړی.

 

دسولی ، ترقی او رفاه په هیله


 مونږ د خپل مظلوم ولس روزنیز او ښونیز تحرک یو


 وسلام

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery