مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

هرات: د هریوا په لمن کي پسرلنۍ مشاعره جوړیږي

نعیم افغان

هرات: د هریوا په لمن کي پسرلنۍ مشاعره جوړیږي

د درنو ادیبانو، لیکوالانو او د شعراو ادب مینه والو د پام وړ،

 


په هرات ولایت کي پښتو ادبي او کلتوري ټولني په ګډه د لمریز کال ۱۳۹۳ د غوایي پر۱۱ چي د زېږدیز کال ۲۰۱۴د مي له لومړي نېټې سره سمون خوري  د پانجشنبې( زیاتر) په ورځ د (هریوا په لمن کي) کلنۍ پسرلنۍ مشاعرې د جوړولو تابیا کړې ده چي پکښي به د هیواد له ګوټ ګوټ او همداراز له بهر څخه درانه مېلمانه ګډون کوي.

تاسو ته په ډېر درنښت بلنه درکوو څو په دې پرتمینه مشاعره کي په ګډون کولو سره موږ ته د خدمت او مېلمه پالني ویاړ راوبخښئ.

البته هغه دوستان چي له نورو ولایتونو او سیمو څخه هرات ښار ته راځي، د هستوګني امکانات ورته برابر سوي دي.

د معلوماتو لپاره پر لاندي شمېرو تماس نیولای سئ.

نعیم افغان: ۰۷۰۸۶۶۲۹۶۶

واثق: ۰۷۰۸۴۴۶۰۱۶

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery