مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-05   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د جنازې او فاتحې خبرتیا

د ۱۳۹۳ د غويي ۱۵مه
 د ولسي جرګې په دیارلسمه دوره کې د پکتیکا ولایت استازی الحاج وزیر محمد کټوازی، د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ وکوچید. انالله... د مرحوم

 جنازه، سبا د ثور ۱۶ مه نېټه او د سه شنبې ورځ، د سهار په نهو نیمو بجو په طلایي ښارګوټي کې د هغه له کور اخیستل کیږي، د عیدګاه په جومات کې د جنازې د لمانځه له ادا کولو وروسته، جنازه د کابل ښار د کمپنۍ د قلعه حیدرخان په سیمه کي خاور ته سپارل کیږي. د نارینه وو فاتحه د ثور په ۱۷مه، د چهارشنبې په ورځ، د ماسپښین له یوې نیمې تر درې نیمو بجو پورې، د مرحوم کټوازی د زامنو هر یو، طلاخان کټوازي، میرویس کټوازي، باختر ویس کټوازی، مبارک ویس وزیرزي، ضیاء الحق وزیرزي، احمد ویس وزیرزي لخوا د عیدګاه په جامع جومات کي اخیستل کیږي. د ښځینه وو فاتحه، په همدې ورځ، د کارته نو په طلایي ښارګوټي کې د هغه په کور کې اخیستل کیږي د مرحوم په کور کی د کارته نو په طلايي ښارګوټي کي اخیستل کیږي.
دوستان دې خبر وي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery