مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-16   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دهلمند مدنی ټولنه د پاکستانیو سرتیرو هغه کړنه په کلکه غندی چی د ډیورنډکرښی دی خواته تاسیسات جوړوی


هلمند مدني ټولنه پرافغان دولت سربیره نړیوالی ټولنی او ملګرو ملتونو باندی ږغ کوی چی دافغانستان په خاوره کی دننه د نړیوالو قوانینونه چی هرهیوادسرغړاوی کوی مخه دی په کلکه ونیسی
نړیواله ټولنه له تیرو څو کالو راهیسی چی هیوادکی دافغانستان د بیارغونی او ددی هیواد دننګ دعوه کوی نوهلمندمدني ټولنه د ډیورنډ دی  خواته د پاکستانیوځواکونو له لوری تاسیسات جوړول هیڅکله نه منی او له نړیوالی ټولنی نه غوښتنه کوی چی د دغسی کړونو مخه دی ونیسی ترڅو په هیوادکی دجګړو مخه ونیول سی او ګاونډی هیوادونه خپل حد وپیژنی
هلمند مدني ټولنه له افغان دولت نه غواړی چی د ورته پیښو څارنه او مخنیوی په کلکه سره وکړی
که افغان دولت د ورته پیښومخنیوی ونه کړی نو دا تکراری پیښی به په تاریخ کی یو تورداغ او دافغانانو لپاره د بی ننګی یو بل پیټی وی
هلمندمدني ټولنی دامهال ۲۰۰ ځوانان له ۴۶ نهادونو نه راټول کړی او که چیری دکندهار دمعروف ولسوالی کی د پاکستانیو پوځیانو جوړسوی تاسیسات په شاه نسی نو همدی سیمی ته به ځوانان دافغان سرحدی ځواکونو سره یوځای د جګړی لپاره یادی کرښی ته ولیږی
دهلمند مدني ټولنه د پاکستانیو سرتیرو دغه کړنه غندی او په تکراری ډول دیادو پیښو دمخنیوی غوښتنه کوی
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery