مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-31   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

هلمند مدني ټولنه دپاکستان وحشیانه بریدونه سخت غندي .

دافغانستان پرختیخو ولایتونو په خاص ډول پرکونړ ولایت دپاکستاني ځواکونو هوایي برید چي زموږ ۱۵ تنه بیګاه هیواد وال پکښي شهیدان سوي دي هلمند مدني ټولنه دغه کړنه  دانساني کرامت ، نړیوالو قوانینو او اسلامي اصولو پرضدعمل په کلکه غندي .
زموږ دغه ګاونډي هیواد (پاکستان) دتیرو څولسیزو راپه دیخوا دافغانستان پرپاکه خاوره بریدونه کړي او دافغانستان دملت د بربادۍ ، ورانۍ او وژني لپاره یې سختي هڅي کړي دي .
دغه هیواد چي په دوامداره توګه یې زموږ پرپاکه خاوره راکیټي بریدونه کړي دي او اوس مهال یې هیوايي بریدونو ته مخه کړه په هرځل یې زموږ په سلګونه هیواد وال بی کوره ، ټپیان او شهیدان کړي دي.
ددغه ټولوپیښو په وړاندي افغان دولت په دوامداره توګه بی غوره پاته سوي دي او څنګه چي سخته اړتیاده  لازم ، اړین او پرځای حرکتونه یې ندي کړي ، او نه یې هم ورته غاښ ماتونکی جواب وکړی دی ، دافغانستان اسلامي جمهوري دولت ددوۍ دغه ډول کړني یوازي غندلي وي ، چمتوالی یې ورته ښودلی وي  او بیځایه کړنه یې بللې وي .
نودغه ډول کړني چي دافغانستان دملي حاکمیت او ملي ګټوپرخلاف دي .
 د هلمند مدنی ټولنه د دولت څخه په کلک غوښتنه کوي چي باید دهیواد په ټولو سرحدي سیموکي دګاونډیوهیوادونو سره پر پرتو ستونزو یوه ښکاره ، روښانه دریځ ، قاطع عمل او ددې ډول پیښومخه په عمل سره ونیسي  نه  په شعار سره .
هلمندمدني ټولنه پرافغان ځوانانو ږغ کوی چی ددغسی بریدونو له امله دی لاس ترزنی نه کښینی او یوموټی دی سی ترڅو دعمل په جاموکی هرڅه خپلو دښمنانو ته په کلکه سره وښیو
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery