مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-06-13   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دمور دورځی په مناسبت ددستی فرهنگی ټولنې پيغام

حبيب الله غمخور
دامورده چي په يولاس ځانگو اوبل جهان ځنگوي وياړپه تا،أي غيرتي مور چي دسولي اوبه توي دجنگ په اورکړم دټپي وطن ټپونه مي ټکورکړم په هرکال ورته ډالي سپرلۍ څلور کړم ايله وي چې حق ادا دخپلې مورکړم دهيوادپياوړو، قهرمانوميندواوخوينددمورنېکمرغه ورځ مو مبارک شه ! مادران وخواهران گرامي روزمادر رابه همه شما ما مبارک باد ميگويم ! اغلو ميندواوخويندو! تاسو ټولو افغانی ميندوته دنړۍ په هرگوټ کې چي ياست دمور دنېکمرغه ورځي په مناسبت دزړه له کومي مبارکیو ، نېکو هيلواودرناوی وړاندې کولوسره،تاسوباغيراوپتمنو ميندواو خويندوته دلوي څښتن له دربارنه دسوکاله اوبسيا ژوندغوښتنه کوو. زموږدهيوادپه تاريخ کې دموردورځې درناوي ته دجوزا((۲۴))ځانگړې سوې ده ،له همدې امله ټول افغانان دنړۍ په هر گوټ چي اوسې پدې ورځ دمور ياداودرناوی کوي . داورځ نه يوازي دمورلپاره بلکې دهغې داولادونولپاره هم دخوښيو او خوشحاليونه يوه ډکه ورځ وي ،ځکه خپلې گراني مورلپاره دډاليو ورکولوپه کرکښي وي . زموږپه هيوادکښي دشاوخوا نهولسېزوراپدې دجوزا پر ۲۴ مه دمور ورځ په دولتی بڼه دهحيواد پلازمېنه کابل اودولايتونوپه مرکزونوکښي دغونډي په جوړولوسره لمانځل کيږي .له بده مرغه داچې زموږ دولس غوځ اکثريت نالوستی دئ،دنوري نړۍ پشان دموردورځي ياد اوپدې ورځ هغې ته ډالۍ ورکول يوازي په هغوکورنيوکښي ترسره کيږي کوم چي دسوادنه برخمن اوپدې پوه وی چې بايد پدې ورځ دمورځانگړی درناوی وسي . له بدمرغه په افغانستان کې له ۱۹۹۲ کال نه تر ۲۰۰۱ کال پوري دموردورځی نوم چاپرخوله نشو راوړاي اوزموږ دهيوادله کال هنداري نه دمور ورځ پاکه سول ،ددې ورځی لمانځل قدغن سول . متاسفانه په افغانستان کي دڅولسيزواوپه ځانگړې توگه له ۲۰۰۱ کال دسپتمبر له ناوړي پېښي نه راپدې خواي امريکا زموږپه هيوادکي دنړيوال تروريزم دعاملينوکوټلوته لېڅي راونغښتل اودبې ۵۲ سيوري زموږ تر پاکي خاوري راورسېد، بياپر افغانې غيرتي مور باندي داورځ په خوښۍ نه ده تېره سوې . دنړيوال ترورزيزم سره دمبارزې تر نامه لاندي دا ۱۳ کاله افغانه مور په سرو اوښکوناسته وي .کله ئي پر واده اوکله ئي پر کاله دمرگ غونډاري اوري ،ځکه خومودغم ،کړاونواوزورونوپه شېبوکښي دمبارکی ويلو خبره زموږ پرخوله نه راځي . خو که بلې خوا دخپل هيواد تاريخ ته نظر کړو نو افغانان غيرتی ولس چې دغرتی مورشېدې یې رودلی تل د اشغال گروپر خلاف جگړوته په ډهل او اتڼوورادانگلي اودغليم پوزې پر خاورو ورمښلې ده . پدې پوهېږو همد ا نن چي په افغانستان کي دمور دورځې په مناسبت بايد ټولې ميندي خوښي اوخوشحاله واي ،ډيري دخپلوخپلوانو،دزړه دټوټو، زنې تړي اويائې دويرپرکمبله په سرو سترگو ناستي دي، په همدې خاطر زموږ افغانانو دکلتورله مخې دغم په شېبو کښې هر ډول جشنونه خپل ځاي غمونوته پرېږدي . ددې ټولو زړه بوږ نوونکوحالاتوسرۀ بياهم په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې اوروزگان ملي مهالنئ خپرونې مشرتابه په اخلاقی لحاظ اودبشری ټولنودمعمول له مخې ځان مکف بولی ، ترڅو ددې درنې ورځې په وياړ تاسودرنو پتمنو،غيرتي ،زورېدلو اووياړ لوميندو ته دمبارکی په ويلوسره خپل داحترام اودرناوي سر ټيټ کړو. اودلوي څښتن ربارته ددعالاسونه پورته کړو ،چې نورزموږ کړېدلې ميندي دنوروپه گناه ونه ژړول سي،زموږله کورواوکلي نه دغم اوکوکارولمڅۍ دتل لپاره ټول سي . غواړو يوځل بياپدې ورځ دې ټکي ته گوته ونيسوچي دبهرنيوځواکونواونړيوالوسازمانوپه شتون کې دديارلس کالوپه تېرېدوسره لاتراوسه دافغاني ښځوحقه حقوق په يوه اوبل نامه ترپښولاندي کيږي او هره ورځ نړيوالي سازمانونه اوډله ايزی رسنۍ پر تبصرې کوي . پد ې((۱۳)) کلونوکښي دافغانی ښځودژوند دتامين اوټولنيز منيت په هکله داسي کوم اساسي متاسفانه ترسره نشو کوم چي زموږ غريبي اودربدره ميندي ئې داقتصادي ښکېلاک ،جنگسالارو ،دزوراوزر دخاوندانو،جنسی تيری کوونکو له منگولونه خلاصي کړي واي . که دډله ايزورسنيو اودښځوسره دزورزياتي احصائې ته چي له رسمی منابعونه ترلاسه سوی نظر وکړو ،نوپه نړئ کې دافغانستان پدي ډول شرايطوکښي چې له يوي خوا ډأير زيات هيواونه دلته شتون لري اودبلي خوا یې په دي ديارلس کلن شتون کي ددوي په وينا په ميليارډونودالر لگوي ،خو ددې ټولوسرۀ زموږ افغانی ميندی او خويندی دژوندپه ډير بد حالت کي شپي او ورځې سباح کوي . ښځې زموږ دټولنې نيمايې جوړه وې مگر تر اوسه چا دوي ته خپل روا،اسلامي اوقانوني حق ندۍ ورکړی ، په ډيروځايوکې دانسان په ستر گه نه ورته کتل کيږي .له بدمرغه دهيواد په گوټ ،گوټ کې زموږ زيات شمير ميندي اوخويندي دجنسی ستم اوتېرئ لاندي دژوند له ټولومشکلاتوسره يو ځاي دغم شپې او ورځی سبا کوي . دافغانستان دولتي چارواکي يوازي په غولونکوشعارونودمور دحق څخه ددفاع خبره کوي ،خوپه عمل کښي ئي يومثبت اودښځوپه گټه اساسی اوتل پاتی کارندی ترسره کړی . پدغوربړېدونکو شرايطو کښي زموږ ډيرې ميندي دځان او خپل اولادلپاره دخوراک هيڅ شۍ نلري . دلويو اووړوښاروپه واټونواوکوڅوکي افغاني ميرمنې دخيرات راټولولپاره له سهارنه تر ماښامه په يخنيو اوگرميو کښي ناسته وي . اودبلې خواافغاني مېرمن دمختلفو تعصوبونو اوتبعيضونو پر اساس په ټولنه کي دمساوې او برابر حق،ښځه اوپيغله دتعليم،تحصيل،اونارينه سره دگډ اوبرابرکار دحق اوحتا دسرنويشت دټاکلو، ارادې اوعقيدې څرگندولوڅخه محرومې گڼل کيږي . زموږ په هيوادکې دعنعنو اوعقيدوڅخه په ناوړه توگه گټه اخيستنې سره افغانې ښځې تر بل هر هيوادداو سېدونکوپه پرتله دژوند له ټولو سياسي ،اجتماعې ،فرهنگې آزاديو اوحقوقوڅخه محرومي پاته سوي او په ټولنيز ژوند کښي دښځومقام او ارزښت ته دټولو انسانی او اخلاقی نورمونو خلاف په ټيټه سترگه کتل کيږي . همدا اوس چي هر لوری،دولتي چارواکي په ټولنيزژوندکي دښځودگډون اودهغوي مقام ته ددرناوي خبري کوي بياهم دافغاني ښځوپه مقابل کي زورزياتۍ،پر پېغلو او وړونجونوباندي بې شماره جنسی تېرۍ،دوسله والوکسانولخواپه زور ودونه اوياپه بديوکې د پېغلوورکول، ځان وژنه ،له ښوونځيو څخه دماشومونجونوراگرځول ، دکارپه ځايوکه دښځوتوهين اوله هغوي نه ناوړه استفاده ،په فرهنگی ژوندکي دښځودفعالي ونډي سره مخالفت ديوشمېر زورواکانو اوقدرت دخاوندانولپاره معمولي کاربرېښي اوخپلو دې غير انسانی کړنوته دمذهبی رنگ ورکوی . داچي يوشمېرداسلام له پاک نامه څخه په ناوړې استفادې سره دښوونځيوپر نجونوتېزاب شيندي اويائې مسموموی، دادشرم پېټۍ دهغوپر اوږوپروت دی کوم چي دجهادپه نامه ددولتي واک دترلاسه کولولپاره دخپل هيوادوال اوخپل ماشوم مرگ ځانته روا بولي . زموږ په عقيده دمور دورځي په نامه يوازي جشنونه ،په پارلمان اوځينو دولتي اداروکې ښځوته نمايشي اومحدوده ونډه ورکول دهيواد دنيم نفوس ( ښځو) هيڅ ډول درد نشي دواکولای . افغان دولت قانوني مکلفيت لري زموږ د هيواد په اوسنيو شرايطو کې د ميندو اقتصادي، سياسي ،فرهنگی او ټولنيزو ستوزمنو شرايطو اوهغوکړاوونوته جدي پاملرنه وکړي ،کوم چې همدااوس افغانی مېرمنې دزبردستانو يا زورواکونو لخوا ورسره لاس او گرېوان دي . دمنځنيو پېړيو له بنسټپاله تعصوبونواو خرافاتو له تورو زندانونه دافغاناني ميندو نجات اوخلاصون سره بايد هغوي ته چې ديوې باشرفه،سپيڅلي ،افغاني اومسلماني مور او خور،لور په توگه دهيواد په بيا جوړونه کښي دنارينه و سره اوږه پر اوږه دفعا ل کار اوگډون زمينه برابره شي . زموږ او ټولو بشری قوانينو له مخې داددوي انساني، اخلاقي ، اسلامې او ملي حق دی . دوي ته دغه حق او آزادۍ نه ورکول ،ستر بشرې جرم او دبشر پرحقوقونه بربنډ تېرۍ بولو . زموږ دټولنې په تکرار داوړانديز دی چي دقانون او نړيوالو منل سوو اصولوپر بنسټ دښځودحقوقو دمسلې د اساسی حل لپاره کوټلي ،حقوقی او اخلاقی گامونه پورته شي . دافغاني غيرتي ميندو اوخويندوپه وړاندي داسلام دمقدس دين ، زموږدټولنې دسپيڅلوغير افراطي عنعنو په نظر کې نيولوسره دهر ډول تبعيض،تعصب ،جنسي ستم اوتيری سره ملي مبارزه اعلانول دټولو افغانانو ملي او اسلامی دنده بولو. موږ ددې پيغام پوسېله پر ټولو افغانی ملي شخصيتونو،سياسي اوټولنيز سازمانو،مدني ټولنو،دبشردحقوقونړيوال سازمان اونورواړونده نړيوالو سازمانو په تکرار ږغ کووچي په افغانستان کښي دښځودژونددې زورونکی اوويجاړ حالت اوددوي انساني حقوقو پايمالېدوته جدي پاملرنه وکړي . افغاني ښځی بايددمنځنيو پېړيوله بنسټپاله تعصوبونواوخرافاتوله منگولوڅخه نجات ومومي اودويته ديوې باشرفه، سپيڅلي،افغاني اومسلماني مور اوخور په توگه دژوندپه ټولوبرخوکښي دفعال اوگډکارزمينه برابره شي . هغه څوک چي په رښتيا دهيواد، دودانولو او افغا نانودسوکالۍ سره علاقه لري، دبنسټپالو اډيالوژيگانو،عقيدواو ښځوسره په يوه اوبله بهانه دتعصب نه ډکوکړنواونظرياتو پرخلاف مبارزه ، د ټولوملي اوانساني دنده بولي ،بايد دمور دحق نه په دفاع کي په عملي بڼه راپورته سي . ددوستۍ فرهنگی ټولنې او رزگان ملي مهالنۍ خپرونې دمشرتابه په استازيتوب حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery