مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-06-18   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د افغان بنسټ علمي او فكري مهالنۍ خپرونه ( افغان مجله) چاپ شوه‎

كاكو زاده مياخيل‎

 

 

 د افغان بنسټ خپرنيز ارګان افغان مجله څلورمه ګڼه چاپ او خپره شوه، په دغه ګڼه كې اسلامي، علمي، ادبي، فرهنګي، ټولنيزې، سياسي ليكنې د هېواد د تكړه ليكوالانو له خوا ليكل شوي.
د افغان مجلې مسؤول مدير د هېواد تكړه ليكوال ښاغلى عبدالمالك همت دى، ليكوال پلاوی يې، قاضي محمد حسن حقيار، محمد وزير حامد، مفتي عبدالروف فراهي، مفتي عبدالحق حقاني، مولوي عبدالحق حماد او جمعه خان نائل دي او اوډنه او سكښته يې انجينر محمد افضل ذاكر كړې، دغه مجله 85 پاڼې لري چې بېلا بېل موضوعات پكې هېوادوالو ته وړاندې شوي دي.
د افغان مجلې مسؤول مدير ښاغلي همت په دغه ګڼه كې د افغانستان د ټاكنو او پر دغه لاره پر پرتو ننګونو د هېواد او سيمې له تګړه شناند ښاغلي دكتور عثمان تره كي سره مركه كړې، همدارنګه په دې ګڼه كې د اسلامي ليكنو سربېره د افغانستان او امريكا تر منځ د امنيتي تړون په اړه د هېواد تكړه شناند پوهنمل دوكتور عبدالقيوم مومند هم ليكنه كړې او له امريكا سره د امنيتي تړون په اړه يې لوستونكو ته معلومات وركړي، پر دې سربېره په دغه ګڼه كې د بېلا بېلو ليكوالانو ليكنې خپرې شوي دي، د بېلګې په توګه:
1- د قرآن كريم ژباړه او شرعي حكم يې
2- اسلام او نشه يي توكي
3- اسلامي بانكوالي د مضاربت پر بنسټ
4- طالب او مكتبي
5- معاشي عدال د ژوند ښكلا
6- ښوونيز درسي نصاب
7- د غوسې علاج
8- يو نسل جګړه او ډيموكراسي
9- زيتون
10- پخلى او پخلنځى
11- او د كوچنيانو پاڼه
 پر دې سربېره د افغان بنسټ خپلواكې ادارې د بدخشان، جوزجان او سرپل ولايتونو له مصيبت ځپلو سره د خوراكي او لومړينو توكو د مرستې راپور هم خپور كړى.
درنو لوستونكو!
افغان مجله د افغان پوهنتون تر څنګ په افغان كتاب پلورنځى تر لاسه كولاى شئ.
همدارنګه دغه مجله د افغان بنسټ په بريښنايي پاڼه کې په PDF بڼه هم تر لاسه كولاى شئ.
http://afghanfoundation.net/

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery