مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-01   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

هلمندکی له تیرو څو میاشتوراهیسی ددولتی ځمکو غصب یو په دوه سوی دی

هلمند مدني ټولنه
هلمندمدني ټولني ته هغه اسنادچی دخلګو له لوری وړاندی سوی ښیی چی یوشمیردولتی ځمکی د زورواکو او دولتی چارواکو له لوری په یوشمیر سیموکی په جلا جلا ډول غصب سوی
دغه ځمکی اکثره په تیرو کلونوکی د پارکونو ،مسجدونو،موټرونوتم ځایونواو وړکتونونولپاره بیلی سوی چی اوس دیوشمیرکسانو له لوری هغه په جلا جلا ډول سره غصب کیږی
دهلمند مدني ټولنه پرولایتی اداری سربیره پرلوړپوړو دولتی چارواکو ږغ کوی چی دیادو کسانو مخه دی ونیسی ترڅو په هیوادکی شته ناخوالی هم راکمی او ستونزی لمنځه لاړی سی
دهلمند مدني ټولني ته د ځینوسیمو داسی شواهد او اسنادهم د خلګو له لوری وړاندی سوی چی په سیموکی د همدی ځمکی د غصب له امله اکثره کسان ددولت په مخالفت کی دریدلی چی بدی پایلی یی لرلی دی
که څه هم دهیوادسربیره په هلمندکی هم دځمکو د غصب لړی توده روانه ده چی همدغه لړی د یوشمیر زورواکو او دولتی لوړپوړو چارواکو له لوری ترسره کیږی او دا لړی لا هم اوس روانه ده
داپداسی حال کی ده چی نن لسګونه کسانو دګریشک ولسوالی له ولسوال نه سرټکاوه چی پدی ولسوالی کی د جامع جومات ځمکه اوس د پطرول پمپ لپاره تبدیلوی چی دیادی ولسوالی خلګ ددی کاردمخنیوی غوښتنه کوی
دهلمند مدني ټولنی مشرسردارمحمدهمدردپردولتی لوړپوړچارواکو سربیره پرمحاکمو باندی ږغ کوی چی دغصب د لړی د مخنیوی ترڅنګ هغوی ته کلکه سزا ورکړ او دمحاکمی میزته یی راکش کړی ترڅو شته ستونزی پدی برخه کی لری کړای سی
ویل کیږی له تیرو څو کالو راهیسی پدی ولایت کی لسګونه زره جریبه دولتی ځمکه دلوړپوړو دولتی چارواکو له لوری غصب سوی او دالړی لااوس هم دوام لری
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery