مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-09   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

په هلمند ۱۳۰ښوونځي له تيرو ۱۲ کالو راهيسي تړلي پاته دي

 

دهغه معلومتو له مخي چي دهلمند مدني ټولني د څيړنوله لوري  دغي ټولني ته په لاس ورغلي چي له تيرو ۱۲ کالو راهيسي ۱۳۰ ښوونځي پدي ولايت کي دزکوونکو پرمخ په ټپه تړلي پاته دي
هغه معلومات چي دغي ټولني ته په لاس ورغلي شاوخوا يو لک (۱۰۰۰۰۰) زره  زدکوونکي له زدکړو بي برخي پاتي سوي او پدغه برخه کي د هلمنددمعارف رياست هغه څه چي بايد ترسره کړي يي وايي ندي کړي او د تړلو ښوونځيو په خلاصون کي پاتي راغلي دي
دهلمند مدني ټولني ته داسي اسناد په لاس ورغلي  چي ددي ولايت له ۳۸۲ ښوونځيونه چي ۱۳۰ يي تړلي، او پاتي ۲۵۲ ښوونځي يي د زدکوونکو پرمخ خلاصي ۲۰ سلنه مسلکي ښوونکي لا هم  نلري
هلمند مدني ټولنه دهيواد دمعارف پر وزرات ږغ کوي چي د تړلو ښوونځيو خلاصون ته دي پام وکړي او د زدکوونکو لپاره دي دزدکړوي زمينه برابره کړي
پداسي حال کي چي د خلاصو ښوونځيو نه يي سم نيمايي تردي دمه پخي وداني هم نلري
ويل کيږي تړلي ښوونځي اکثره دهلمند ولايت په شمالي ولسواليوموسی قلعه ،سنګین،نوزاد،کجکی ،ګریشک ، سربيره دهلمند په جنوبي ولسواليو ناوه ، خانشین ،دیشو ،مارجه ،نادعلی او ان مرکزلښکرګاه ښآرکي هم تړلي پاته دي
دهلمند دمعارف ریاست په اداره  کي اداري فساد، د مسلکي ښوونکو نه شتون او د تړلو ښوونځيو سربيره په ښوونځيوکي ددرسي موادو او کتابو نه شتون هغه څه دي چي دهلمند ډيري زدکوونکي يي له زدکړو بي برخي پاته کړي او د کانکوردازمويني پرمهال هغوي لوړو زدکړو ته هم لاره نسي موندلاي چي علت يي تړلی ښوونځی اودمسلکی ښوونکو نه شتون بلل  سوي
هلمند مدني ټولنه پرقومي مشرانو ديني عاليمانو ولايتي چارواکواو مخورو ږغ کوي چي د ښوونځيو دروازي دزدکوونکو پرمخ پرانيزي ترڅو پدي ولايت کي د پوهي کچه لوړه او دجګړو ورونه وتړل سي .

هلمند مدني ټولنه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery