مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-22   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

کندهار : روان کال لس زره د اسهال د ناروغۍ پيښي ثبت شوي دي


په کندهار کې روغتيايي چارواکي خبر ورکوي ØŒ چې د تيرو څلورو  مياشتو پر مهال په دې ولايت  کې  لس زره  تنه ماشومان او لويان د نس ناستي په ناروغي اخته شوي دي .
د عامي روغتيا رييس وايې ØŒ چې ناروغي شديده نه ده او نه يې هم  تر اوسه Ú…ÙˆÚ© وژلي دي .
کندهار ØŒ چې هوا يې ګرمه ده او د ورځني ژوند په اړه يې د ليري پرتو سيمو د اوسيدونکو پوهاوی هم Ú©Ù… دی ØŒ  زيات وختونه يې ماشومان او د پاخه عمر کسان د اسهال په ناروغي اخته Ú©ÙŠÚ–ÙŠ .
 Ø¯ دې ناروغۍ لاملونه  روغتيا ته نه پاملرته ØŒ د زړو خوړو خوړل ØŒ پاکۍ په پام کې نه نيول  ØŒ د ناپاکو اوبو Ú…ÚšÙ„  او يو شمير نور دي .
د کندهار د عامي روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايې ، چې د روان لمريز کال په تيرو څلورو مياشتو کې د ټول کندهار څخه د نس ناستي لس زره پيښي ثبت شوي دي .
ډاکټر پخلا وايې ØŒ چې د  يادو ناروغانو درملنه پر وخت شوې ده ØŒ له يوه لوري د ناروغۍ د سختوالي مخه نيول شوې ده او  له بلي خوا يې له امله يوه ناروغ هم ژوند د لاسه نه دی ورکړی .
نوموړی پر کورنيو ږغ کوي ،چې روغتيا او پاکوالي ته زياته پاملرنه وکړي .
د کندهار ميرويس روغتون ته د دې ناروغۍ ور وړل شوي ناروغان وايې ، چې په ناڅاپي ډول په دې ناروغۍ اخته شوي دي او دا مهال يې درملنه ښه روانه ده .
د کندهار روغتيايي جارواکي د ملاريا ØŒ لشمانيا او شري په ناروغيو کې د پوره کموالي څخه هم خبر ورکوي ØŒ روغتيايي  مسوولين يې ÚšÙŠÚ«Ú¼Ù‡ پر وخت د واکسين لګول او په کورونو کې د پشه خانو عامول دي .

 

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery