مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-12   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

ايران ميشتي افغان ، په کندهار کې احمدشاهي مسجد نړولی دی

يوه ايران ميشتي افغان ، په کندهار کې د لوي امپراتور غازي احمدشابابا د عصر تاريخي مسجد نړولی او پر ځای يې د يوه سوداګريز مرکز د جوړيدو چاري پيل کړي دي .
دا مسجد د غازي احمدشابابا د کور په سل مترۍ کې موقيعت درلودی ، ځايي چارواکي وايې ، چې تر خبريدو وروسته يې خبره قانوني چوکاټ ته اچولې ده.
په سيمه کې د احمدشاهي عصر Ú…Ùˆ نور کورونه هم ودان دي  ØŒ د همدې کورونو په بغل کې د لوی احمدشابابا د عصر تاريخي مسجد  ØŒ چې د  ( ملا شاه ) په نوم ياديدی هم ودان وو ØŒ خو د  تيري يوې مياشتي په اوږدو کې دا  مسجد د نجيب الله سروري په نوم  کس ØŒ چې په ايران هيواد کې اوسيږي نړولی او اوس يې د يوه تجارتي مارکيټ د جوړيدو چاري پري پيل Ú©Ú“ÙŠ دي .
د احمدشاه بابا تر عصر ورورسته ØŒ د سردار کندل خان را په دي خوا د سردار سيف الله خان لمسي ØŒ چې دا مهال د غازي احمدشابابا په کور کې اوسيږي ØŒ  وايې  چې مسجد خورا تاريخي قدامت درلود، د احمدشابابا  د کور اوسيدونکی حاجي عبدالظاهر ابدالي زياتوي ØŒ  چې مسجد د تير کوچني اختر په ورځو کې نړيدلی دی ØŒ هغه په دې برخه کې دولت په نه توجه تورنوي .
((  تاسي چې د احمدشاهي عصر خټين کار وګوری دا مسجد هم همداسي جوړ وو ØŒ دا د احمدشابابا د عصر مسجد وو ØŒ دا مارکيټونه شاوخوا پر را ګرځيدلی وه ØŒ دا خلک ورته غله وه چې کله به يې ونړوي ØŒ دا دی په اختر يې ونړوی .
د دولت توجه پخوا هم کمه وه او اوس Ú©Ù‡ دولت توجه درلودلای چا به نه وای نړولای  . ))
د کندهار چارواکي وايې ØŒ چې   د مسجد تر نړيدو وروسته خبر شوي دي  ØŒ  د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي ابداتو مدير  احمد قيس پيرعلي   د نجيب الله سروري له لوري د دې مسجد نړيدل مني او وايې ØŒ چې په اړه يې پلټني رواني دي .
کندهار ښاروالي هم د دې مسجد نړيدل او پر ځای يې د بلي ودانۍ جوړول غير قانوني او د دوی د اجازې پرته بولي ØŒ د ښاروالۍ وياند زمری څرګند وايې ØŒ چې موضوع د ولايتي اداري له لوري تر جدي تعقيب لاندي ده . 
د کندهار اداره  ØŒ د دې مسجد د نړيدونکو د هويت له څرګندولو Ú‰Ú‰Ù‡ کوي ØŒ خو يوه باوري سرچينه وايې ØŒ چې نجيب الله سروري شيعه مذهبه افغان دی چې په ايران هيواد کې اوسيږي ØŒ Ù‡Ú…Ù‡ مو ÙˆÚ©Ú“Ù‡ چې په دې اړه د نجيب الله سروري سره هم خبري ÙˆÚ©Ú“Ùˆ خو په پيدا کولو ېې ونه توانيدو .
د دې تاريخي مسجد د له منځه تللو په تور يو تن نيول شوی دی ، چې دا مهال د ولايتي ادارې په توفيف کې دی .
د کندهار يو شمير  نور تاريخي ځايونو  هم د خپل سرو کسانو له لوري د له منځه تلو په حال کې دی .
يوه نيمه مياشت مخکي د کندهار په زاړه ښار کې د نارنج ماڼۍ ځمکه  يوه کس غصب Ú©Ú“ÙŠ وه ØŒ وروسته يې خبره رسوا او ترې را وګرځول شوه .
د ښار په منځ  او د خلکو په Ú«Ú¼Ù‡ Ú«ÙˆÚ¼Ù‡ کې ياد تاريخي مسجد په داسي حال کې له منځه ÙˆÚ“Ù„ Ú©ÙŠÚ–ÙŠ ØŒ چې د  نارنج ماڼۍ د ځمکي د غصب د موضوع Ø¯ راپورته کيدو  سره ولايتي ادارې د تاريخي ځايونو د ساتني دپاره يو باصلاحيته کميسيون  هم وټاکی .

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery