مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-24   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د ملي یوالي حکومت : هیلې او ننګونې

ژباړه : سیف الرحمن لودین
سرچینه : ګلف نیوز



لیکوال : انجینیر اجمل شمس ( د افغان ملت ملي مترقي ګوند مشر) – ګلف نیوز
ژباړه : سیف الرحمن لودین


د ټاکنو په سر راپورته شوې لانجې د څو مياشتو دوام څخه وروسته پای ته ورسېدېاو تقريبا دوو  مياشتو راپه ديخوا په افغانستان کې د ملي يوالي حکومتپهواک کېدی . تر دې دمهد ولسمشرداکتر اشرف غنی  د حکومتولۍطرز،د فساد په وړاندې مبارزېاو د بنسټونو جوړولو په اړه  د هغه عملی  ګامونو نه يواځی د ولس غوڅ مثبت غبرګون تر لاسه کړی بلکي د ولسذهنونو او زړونو ته  يی هم لاره پيداکړې  .دداسی ګامونو  په  پورته کولو سره ډاکټر اشرف غنی د هغه ژمنو پوره کولو په لور لومړي ګامونه  پورته کړي  چی د ټاکنو دکمپاين پر محال یې ولس سره کړې وې .دا هغه څه دي چې د ده دبريا  د ټينګښت لپاره  اړين بلل کیدای شي . خو د ټولو هیلو په خوا کې د افغانستان سياسی واقعیتونو او شرایطو ته په کتو سرههغه سختې ننګوني چې د ډاکټر اشرف غنی په وړاندی موجودېديله پامه نه شو غورزولی.
دټاکنو په سر راپورته شوی پيچلېلانجهبلاخره دامريکې  او ملګروملتونو په فعال منځګړتوب پای ته ورسیده. خو په دې اړه د پخواني ولسمشر حامد کرزي ونډه هم کم ارزښته نشو گڼلي . ښاغلی حامد کرزی د ډاکتراشرف غنی او عبدالله عبدالله  ترمنځ د روغې وسيله شواو دواړه ئې په یو د اسی سياسيچوکاټ سره پخلا کړلچې دواړو سيالانو ته به ملي والي حکومت په اډانې کې ځای ورکوي. په یو قانونمندې او فعالېډيموکراسۍ کې هر ډول ټاکنې بايد څرګند ګټونکی او بايلونکی ولري. خو په  افغاني سیاست کې ددې بريا تعبير دا نه وو چې ګټونکی دې هرڅه تر لاسه کړي. د ټاکنو خپلواک کميسونوروسته ومنله چې چې ډاکټر اشرف غنی د ټاکنو قاطع ګټونکی  وو،خو ډاکټر اشرف غني بايدددوو لارو په منځ کې يوه غوره کړې وای يا به ئې احتماليبحران ته غاړه ايښودلهاو يابه ئې د خپل سيال عبدالله عبدالله سرهد ګډ حکومت خبر منله.
 نوی حکومت، چې په سر کې ئې ډاکتر اشرف غني د ولسمشر او عبدالله عبدالله د اجرائيوي رئيس په توګه  دي، د بدلون او اصلاحاتويوه لویه  آجنډا تر لاس لاندې نيولې . که څه هم د داسې اجنډا پلي کول ډیر ګران بریښي خو که چیرې قوي سیاسي اراده وجود ولري نو هر څه ممکن دي ځکه افغانان تر هر وخت زیات همدا اوس یو اساسي بدلون ته چمتو دي.
ولسمشر اشرف غني د خپلې دندې د لوړي پورته کولوسمدستي ورورسته د يو فرمان له لیارې ټول موجوده وزيران د نوو وزيرانو تر ګمارلوپوری سرپرستان وټاګل. ډاکتر اشرف غنی او عبدالله عبدالله په وړاندی تر ټولو سترهستونزه  د نوي کابينې جوړول دي چې ویل کیږي  دواړه خواوې پکې په  مساوي  ډول  برخه لري . د سياسیونو او تکنوکراتانو تر  منځ توازن  راوستل د نوي حکومت پر وړاندې يوه ستره ننګونه ده . په دواړو خواو کې په سياسیلحاظ قوي او مطرح څیرې لیدل کیږي چې د ټاکنو په کمپاين کې یې فعالهونډه درلوده.سوال دلته دی چې هغه چا چې په کمپاینونو کې یې ونډه درلوده خو د استعداد او ظرفیت خاوندان ندي نو د هغوی سرنوشت به څه وي؟بل طرف ته  حکومت د چارو د چلولو لپاره يو ښه کاری ټيم ته اړتيا لري.باید هیر نکړو چې ډاکتر اشرف غني او عبدالله  عبدالله به په اخر کې  افغان ولس ته ځواب ورکوونکي وي نه هغه اشخاصو  ته کومو چې د دوی د ټاکنو کمپاين کی فعاله ونډه درلوده.دا پیغام باید ډیر څرګند اوسي .
دډاکتر اشرف غنی او عبدالله عبدالله پر وړاندی تر ټولو ستر او مشکل کار  په هيواد کې سوله او آرامی راوستل دي. ډاکتر اشرف غنيد پياوړی منطقوی اقتصاد او د ګاونډيو هيوادونو په بشپړه همکارۍپه افغانستان کې صلحه او آرامی راوستل غواړي .هغه غواړي چې د ګاونډيو او نورو هیوادونو سره د افغانستان اړيکو ته نوی او واضح تعریف ورکړي. او د هیواد دننه دپرمخ تللي  اقتصاد او فساد ته د پای ټکي د ايښودو په اړه کټلي ګامونه اوچت کړي . د دې هر څه لپاره هغه يو پياوړي او تکړه  کاري ټيم ته اړتیا لري چې د ډاکټر عبدالله عبدالله بشپړېهمکارۍ او نقش نه پرته ناشونې ده .
په اخر کې باید ووایو چې نوي حکومت ته د افغان دولت او افغان ملت د رغولو يو طلایی چانس په لاس ورغلی .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery