مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-29   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

مقدسات د جنګ له ډګرونو وساتۍ

 افغان ټولنیز نیټورک د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ د کږې بازار په عمومي جومات کې بمې چاودنه په سختو ټکو کې غندي او له امنیتي مسولینو څخه په ټېنګه غوښتنه کوي چې د پېښي عاملین پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.
دغه چاودنه تېره ورځ د جمعي د نمانځه پرمهال رامنځ ته شوه چې له کبله یې د ملا امام په ګډون شپږدیرش تنه ملکي خلک ټپیان او یو تن په حق رسیدلي دي.
د افغان ټولنیز نیټورک غړي دغه ډول په مقدسو اوعامو ځایونو کې بمې چاودنې له افغاني فرهنګ او کلتور سره په ټکر کې بولي او د جګړي له دواړو ښکیلو غاړو افغان حکومت + وسلوال مخالفینو څخه غوښتنه کوي چې مقدس ځایونه د جګړو په ډګرونو بدل نکړي او خپل زور ازمایې په بیدیا میدانونو کې وکړي.
افغان ټولنیز نیټورک پر دغو دواړو غاړو غږ او غوښتنه کوي چې د یادې پېښي په اړه خپلی پلټنې او څیرنې چټکۍ کړي ترڅو دغه پټ دوښمن څېره خلکو ته بربڼده شي. د نیټورک د غړو په وینا که ددغه پټ دوښمن څېره خلکو ته بربڼده نشي نو په راتلوونکې کې به زیات خلک مسجدونو ته د ورتګ څخه ډډه وکړي نو له امله به زموږ مسجدونه هم خوار او زار شي.
نو د افغان امنیتي بنسټونو او طالبانو ترڅنګ له خپلو درنو ولسونو څخه هم غوښتنه کوو چې ددغه ډول مقدسو ځایونو امنیت په خپلو مټو خوندي کړي ترڅو په راتلوونکې کې زموږ بې ګناه ولس له دغه ډول ستونزو او کړاونو سره مخ نشي.
په درنښت
 افغان ټولنیز نیټورک/ کابل- افغانستان
 خان ولي کامران
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery