مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-07   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

هلمند مدني ټولنې په پېژندپاڼو کې د افغان کلمې د نه ليکلو په تړاو غبرګون وښود.


نن د يوې خبري ناستې پر محال د هلمند مدني فعالانو په پېژندپاڼو کې د افغان د کلمې د نه ليکلو په اړه غبرګون وښود.
د يادې ټولنې مشر سردار محمد همدرد له رسنيو سره په خبرو کې په پېژندپاڼو کې د افغان کلمې نه ليکل پر ملي هويت تېری وباله او ډېره يې کړه چې ولسمشر بايد دې ټکي ته جدي پاملرنه وکړي.
دغه راز د هلمند مدني ټولنې بېلابېلو غړو په تذکرو کې د ملي هويت افغان نه ليکل د ګاونډيو استخباراتي کړيو دسسيه وبلله، دوی وايي چې: د سر په بيه به له خپلو ملي ګټو او ملي هويت ساتنه کوي.
د يادې ټولنې فعالان له ولسمشر ټينګه غوښتنه کوي چې په پېژندپاڼو کې دې د دوی افغاني هويت افغان کلمه وليکل شي، دوی دغه راز وويل که غوښتنه يې ونه منل شي نو تر دې وروسته به د ټول هلمندي ولس په ګډون پراخ لاريونونه پيل کړي.
په ټول هېواد کې مدني ټولنو او نورو بنسټونو هغه وخت خپل غبرګون وښود چې په تذکرو کې د افغانانو د ملي هويت پېژندنه ونه شوه او د ولسمشر لخوا تو شېح شو.
که په نويو پېژندپاڼو کې د افغان کلمه ونه ليکل شي او ملي هويت تر پښو لاندې شي، نو ښايي په ټول هېواد کې پراخ لاريونونه پيل شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery