مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-07   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

« اسدالله خالد او جنرال عبدالرازق وطن پرسته او پر خلکو مين خلک دي »

د کندهار ولايت د قومي مشرانو ، او عام اولس اعلاميه بسم الله الرحمن الرحيم السلاعليکم و رحمته الله و برکاته احتراماً لاندي ليکو چي! امنيت او مصونيت د انسان هغه ضرورتونه دي چي انساني بشر ورته په ډيرڅرګند ډول د ژوند په هر عرصه کښي اړتيا لري دغه اړتيا هغه وخت د تکامل پړاو ته رسيږي چي بااستعداده ، هيوادپآله، او د ښه ذهنيت لرونکي کسان په امنيتي موقف کښي قرار ولري چي ددغه کسانو ښه او واضح مثالونه د کندهار ولايت پخواني والي صاحب اسدالله خالد او امنيه قومندان جنرال صاحب عبدالرازق خان دي چي په پوره هڅه او ميړانه يي د هيواد باالخصوص د کندهار په ولايت کښي ښه امنيت، د اوسيدونکو تر منځ هماهنګي، د دولت او اولس تر منځ د فاصلي په کمولو ، او همدارنګه د وړ کسانو د جلبولو لپاره نه ستړي کيدونکي هلي ځلي کړيدي.

 د کندهار اولس او قومي مشران د بشر د حقوقو د څار کميسون هغه بي اساسه او بي بنياده راپورونه په کلکه ردوي اوغندي . په کندهار کښي جنرال صاحب عبدالرازق خان، او اسدالله خالد (د کندهار ولايت پخواني والي) چي د عام اولس لپاره يي شپه او ورځ، په ګرمي او يخ کښي او همدانګه په ډيرو سختو حالاتو کښي تر خپله اوسه او توان پوري منډي ترنډي کړيدي آن تر دي پوري چي څو ځلي تر انتحاري حملو لاندي راغلي خو بيا هم ددوي وطني احساس دوي د خپلي مقدسي وظيفي څخه پر شا نه کړل چي ددوي دغه سر ښندنه د اولس او قومي مشرانو لخوا ستايل کيږي او ملاتړ يي کوي. کندهاري اولس په پوره جرات سره د بشر حقوقو د څار کميسون هغه غير اعيان، بي مدارکه راپور ردوي او دا پر ولس باندي د باور د صلب په معني ذکر کوي.

کندهاري ولس او قومي مشران محترم د کندهار پخواني والي صاحب (اسدالله خالد) او جنرال صاحب عبدالرازق( کندهار ولايت امنيه قومندان) پردين او اولس مين کسان بولي او هم په هر وخت او زمان کښي د هغه د لاسته راوړونو او کارونه ستاينه کوي. اوس الحمد الله د کندهار ولايت او په مجموع کښي د جنوبي غرب حوزي امنيت د پخوا په پرتله ډير مثبت طرف ته روان دی . په ډير درنښت

د کندهار ولايت قومي مشران
حاجي شاه ولي خان کرزي قومي مشر
حاجي ملا سيد محمد د کندهار د خلګو استازي په ولسي جرګه کې
ډاکټر محمود د کندهار د خلګو استازي ولسي جرګه
حاجي سيد جان خاګريزوال د کندهار ولايتي شورا ريس
حاجي نعمت الله شيردلي کندهار ولايتي شورا غړي
حاجي فيدامحمد افغان کندهار ولايتي شورا غړي
حاجي عبدالولي معروفي کندهار ولايتي شورا غړي
نعمت الله خان اوفا کندهار ولايتي شورا غړي
خالده احمدي کندهار ولايتي شورا غړي
 عطالله عطا کندهار ولايتي شورا غړي
 حاجي فضل محمد اکا قومي مشر
احمد شاه خان ترکي قومي مشر
حاجي اسحاقزي قومي مشر\
حاجي محمد قسم قومي مش ر
حاجي عبدالصمد خان کاکړ قومي مشر
حاجي معلم يحيي قومي مشر
حاجي نجيب الله احمدي قومي مشر
حاجي هاشم خان خوګياڼي قومي مشر
حاجي ګلالي کاګړ قومي مشر
کاکا اسدالله قومي مشر
حاجي عبدالله خان اکا قومي مشر
حاجي اختر محمد کاکو قومي مشر
حاجي نقيب الله قومي مشر
حاجي غني خان قومي مشر
حاجي عريزالله خان اکا قومي مشر
حاکيم صاحب قومي مشر
حاجي محمد عمر خان قومي مشر
حاجي مولوي صاحب قومي مشر
احمد اخنذاده قومي مشر
حاجي عبدالباري قومي مشر
حاجي شيرين اغا قومي مشر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery