مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

خالدهادي او کورنۍ ته ئې د خواشینۍ او ډاډگيرنې پیغام !

حبيب الله غمخور


سويډن / مالمو
 د2015 ز کال داپريل ۳


 په ډیره خواشینۍ مې خبرترلاسه کړچې زموږدهیواد دپیاوړي اوهڅاند فرهنگی ځوان ،دبينوا نامتو پاڼي چلونکي اوپه سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دفرهنگی هڅوفعال گډون وال اوملاتړي قبله گاه صاحب حاجي سيد نجم الدين اغا دورپېښې ناروغۍ له امله ددې پانی نړې له هيوادنه بهر دمهاجرت په شرايطوکي له خپل خواږه ژوند اوکورنۍ سره دتل لپاره وداع وکړه .
انالله و اناالیه راجعون.
زموږ فرهنگی ټولنه ه د دغي درنې او غمجنې پیښې له کبله ویاړلي اوګران خالد جان اودپتمنې کورنۍ ټولو غړو ته د ډاډگيرنې اوژورتسلیت مراتب وړاندې کوي اوپه دغه لوي غم کې خپل ځان ورسره شریک بولي.
خدای بښلي حاجي صاحب دکندهار قومی مشر اويومهربان شخصيت وو،هغه له خپل هيواد اوخپل ولس سره بې ساري مينه درلوده یو وطنپال،مهربان اوپه ټولوافغانانو زوریدونکی خواخوږی شخصيت وو. دناروغی په بستر کې یې هم د خپلوویرجنواوغم ځپلو هیوادوالودسوکالی اوهوسایې په هیله دالله سپیڅلي دربارته تل لاسونه لپه کول.
موږ دلوي څښتن له دربارنه مرحوم حاجي اغا صاحب ته فردوس جنت اودکورنۍ پاته کسانو ته جميل صبر غواړو .
په سويډن کي ددوستۍ دفرهنگي ټولنې مشرتابه په استازيتوب

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery