مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د میلون لیگ سيالیو په دوېمه ورځ د کندهار شاهانو او المصافي واریرز لوبډلو برياوې خپلې کړې.

وصال
د میلون لیگ سيالیو په دوېمه ورځ د کندهار شاهانو او المصافي واریرز لوبډلو برياوې خپلې کړې.
دنن ورځې په لومړۍ لوبه کې د کندهار شاهانو لوبډلې د داوي اتلانو لوبډلې ته په دريو وکټو ماته ورکړه.
د لوبې پچه يا ټاس د کندهار شاهانو لوبډلې لوبډل مشر ناصر جمال وګټله او لومړۍ یې د بالینګ يا توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د داوي اتلانو لوبډلې د حضرت ځاځي او عمران جنت د اوپنګ سره يو اغاز درلود خو وروسته نورو لوبغاړو ښه ملګرتیا نه درلوده.
د داوي اتلانو لوبډلې په ۱۹ام اور کې خپل ټول
 لوبغاړي دلاسه ورکړل او خپلې سيالې لوبډلې ته یې د ۱۲۲ منډو هدف وټاکه. په توپوهنه کې حضرت ځاځي ۳۲ دروېش ۳۱ او محب اورياخيل بیا ۲۰ منډې جوړې کړې.
په توپ اچونه کې د کندهار شاهانو د لوبډلې له لورې بیا وهاب اکبر ۴،نسیم ۳ او باقب الله ۲ وکټې ترلاسه کړې.
د کندهار شاهانو لوبډلې بیا ورکړل شوی هدف د لوبې په شلم ۲۰ اور کې د اوو ۷ لوبغاړو په لاسه ورکولو سره ترلاسه کړ.د کندهار شاهانو له لورې په توپ وهنه کې يونس ۴۴ حشمت الله شهیدي ۳۲ او ناصر جمال ۱۵ منډې جوړې کړې.
د داوي اتلانو له لورې په توپ اچونه کې بیا حبیب غازي ۲ يوسف ۲ او زاهد هم ۲ وکټې ترلاسه کړې.
د نن ورځې په دوېيمه لوبه کې بیا المصافي واریرز لوبډلې د افغان رنجرز لوبډلې ته په ۴۳ منډو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه يا ټاس د المصافي لوبډلې لوبډلمشر نور ملکزي وګټله او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
المصافي لوبډلې لوبغاړو له پېله ښه اغاز درلود او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره یې په ټاکل شو ۲۰ اورونو کې ۱۷۴ منډې جوړې کړې او خپلې سيالې لوبډلې افغان رنجر ته یې د ۱۷۵ غټو منډو هدف وټاکه .
د افغان رنجر لوبډلې هم په لومړيو څو اورنو کې ښه لوبه ترسره کړه خو ا منځني او ورروستي لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې په ۱۹.۵ اورونو کې ۱۳۱ منډې جوړې او لوبه یې د ۴۴ منډو توپير سره بایلوده.
ټاکل شوې ده چې سبا سهار به د ننګرهارغازیان لوبډله د المصافي واریرز او له غرمې وروسته به د ان اف سي ټايګرز لوبډله د کندهار شاهان لوبډلې سره د لوبې ډګر ووځي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery