مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د درنې شملې اودرنې سټې په یاد

بسم الله اکبري
د درنې شملې اودرنې سټې په یاد
دریغه،دریغه په خوراستره خواشینۍ بیا خبرشوم چې دنرخ،څلي اوننګ یوه بله درنه شمله راپریوته.دخپل ارواښاد کاکا سناتورعلي جان صبري څلورم زوی محمدزمان صبری چې لایې دخپل خواږه ورورشهیدخان زمان صبري سپیڅلي ویني وچې  شوي نه دي له دې نیمګړي دنیاګۍ څخه دتل لپاره سترګې پټې کړې.
انالله وانآلیه راجعون
ارواښادمحمدزمان صبری یوریښتینی اوویاړلی قومي مشرودهغه درنې پخې خبرې په پښتني متلونواوتاریخي روایتونوپسولل شوي ویناګانې دهغه سټه لادرنه کړي په جرګواومرکوکې یې حضوراوشتون له درنښت اووقاره ډک و. هغه دخپل درنه اوتاریخي مشرپلارپه پله روان اودخپل قوم اوولس په چوپړبوخت ودقومي ستونزوپه اواري اوجوړجاړي کې الله تعالی هغه ته یوځانګړی استعداداوژوره ولسي پوهه ورکړي وه.هغه ځان خان اومشرنه باله په خړپړپوزي ،خړوپښتني کالیوخودغیرت اوننګ په هسکه شمله ویاړیده په هرچاګران اومنلی شخصیت وځکه یې په غمجنه مړینه دخپل قوم اولوی پکتیا ګڼ شمیرمشرانواوکشرانوژورخپګان اودزړه له تله خواشیني څرګنده کړي اودهغه جنازه دزرګونوخلکوپه ګډون په خوراستراوبې ساري درنښت دخپلوشهیدووروڼواوشهیدوورارونوپه څنګ کې خاوروته وسپارل شوه.الله دې وبښي.
ګران درنه مشرالحاج مدیرصاحب میرزمان صبري،مشرورورسناتوراکبرعلي خان صبري دخپلې دردیدلي کورنۍ ټولوغړودخوست ولایت اوصبریودقو م معززواودرنومشرانواوکشرانوته دمهاجرت له لیرې دیاره ډاډګیرنه اوتسلیت وایم.
اروایې ښاده اودمشرتوب خوږې،منلي اودرنې کیسې یې تل تاندې اونه هیریدونکي اوسه.
که مې غم وای په یو غراوس به اوبه وای
داچې ټینګ یمه په زړه،په خدای پښتون یم
 هالینډ
۱۸/۶/۲۰۱۵
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery