مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

روژه او روغتیا

غلام رحیم (اواب)

 د طب او عامې روغتیا ډاکتر

روژه د اسلامي تعلیماتو له مخې د اسلام درېيمه ستن ده، چې منل او نيول یې فرض او د هر عاقل بالغ مسلمان دیني مکلفیت دی. د تقوا په موخه پټه خوله بدني، د فطري غوښتنو مهارونکې،د ګناهونو د بخښنې او ترینه د ځان ژغورنې او خوندیتوب وسیله او د زیات پاداش ګټونکی عبادت دی.
دايمان او ټینګ باور په ځواك اومټ د پاک نیت په ملتیا د سهار (صبح صادق) نه تر ماښامه  دخوراک، څښاک اوجنسي غريزې پوره کولو نه په خوښه، هوډ او نیت د ډډې كولو څخه عبارت دی.
پر جنسي غریزې اود خوراک او څښاک پر اشتها د ښې واکمنۍ،د نیکو خویونو د پاللو او پیاوړي کولو، د اړو او خوارو خلکو د حال نه خبرتیا او ورسره خواخوږۍ، د الله تعالی د خوښۍ او رضا لپاره د خپل نفس د غوښتنو قابو کولواو قربانولواو دحیواني خویونو نه د ډډې کولوپه توګه د بدني او روحي تکامل تر څنګ د ټولنیز سمبالښت او اقتصادي پرمختګ پر لور د مزل خوندي لار  ده.
پکې د الله ج نه د ډار، ورسره د مینې، ترې د تمې او بشپړ اخلاص او داسې نورو توحیدي ارزښتونو ته ژمن پاتې کیدو له امله دګڼو ثوابونو ترڅنګ روغتیایي، ټولنیزې، اقتصادي، کلتوري او داسې نورې ګټې پرتې دي، چې یو څو روغتیایي هغه یې په لاندې ډول دي:
د روژې روغتیایي ګټې:
۱. خوښې او ذهني آرام:
د اشتها او شهوت کنترول، قانون ته د پابندۍ او وفادارۍ، سخاوت او ښیګڼې ، دعا او ډله ییز روژه ماتی کول او داسې نور ښه عادات د ذهني آرام، قناعت او خوښۍ احساس پیاوړی کوي او د روژه لرونکو په بدن کې د اندروفین په نوم د هورمون د زیاتوالی لامل کیږي چې د خوښۍ سبب او د اعتیاد نه مخنیوی کوي.
۲. د بدن او په ځانګړي ډول د وینې د غوړو د کچې سمون:
هر انسان د خپل ژوند او فزیالوژیکو دندو د تر سره کولو لپاره د ورځني خوراک او څښاک څخه اړینه انرژي برابروي او اضافي هغه د قندونو او شحمو په توګه زخیره کیږي چې که اته ساعته یو انسان ته خواړه و نه رسیږي نو لومړی د قندي او بیا د شحمي زخیرو خپله انرژي برابروي. دا چې سپوږمیز کال د ځانګړتیا له مخې د روژې میاشت په بدلیدونکې توګه د نړې په بیلابیلو برخو کې ورځینۍ روژه د نهو نه تر یویشت ساعتو پورې وي او ټوله میاشت د ۲۹ نه تر دیرشو ورځو وي چې د هضمی، عصبی او میتابولیزم د سیستمونو د آرام، د معدې د استراحت سربیره د بدن د غوړو د لګښت زمینه برابروي او د پروتینو د تجزیې (خوارځواکۍ) تر بریده نه رسي چې پدې توګه یواځېد وزن د زیاتوالي، د وینې لوړ فشار، د زړه د ناروغیو مخنیويلامل ګرځي. د روژې د میاشتې د ورځني عبادت او فعالیت تر څنګ د شپې تراوېح چې ثواب یې د نورو میاشتو د فرضو په اندازه دې د بدن د فزیکي فعالیت په توګه هم د شحمو په ویلې کېدو او پکې د ذخېره شوو زهري موادو د له منځ تګ په میکانیزم د روغتیا په ساتنه او د وزن د زیاتوالي نه مخنیوي کې مرسته کوي.
د یوې میاشتې لپاره د ورځې لخوا روژه او دشپې لخوا د خوراک اجازه دا فرصت راکوي، تر څو شحمي ذخېرې دومره خالي نشي چې د بدن د پروتینو (د عضلاتو د زوب) د ضیاع سبب شي.
۳. د شکرې د ناروغې نه مخنیوی:
روژه د بدني حجراتو د انسولین د اخذ د تخریب مخه نیسي چې پدې توګه د شکرې د ناروغۍ مخه نیسي خو هغه خلک چې زرقي انسولین اخلي روژه ورته نه توصیه کېږي او هغوی چې د درملو په مټ ډیابیټ کنترول ساتي د لازمو سپارښتنو سره روژه نیولای شي ( منظم خپل د وینې ګلوکوز څاري، د بېهوشۍ په صورت کې باید چاکلیټ، بوره یا نور قندي مواد ورکړ شي).
۴. د بدن د معافیتي سیستم تازه والی او ځوانېدل:
تازه څیړنې ښایي چې تر درې ورځو روژه نیول د بدن بنسټیز او ریښېز حجرات تنبیه کوي تر څو تازه د وینې سپین حجرات تولید کړې چې د انتاناتو په مقابل کې مجادله کوي.
۴. د اعتیاد د پرېښودو ښه فرصت برابروي:
روژه د الله ج نه د ډار، ورسره د مینې، ترې د تمې او بشپړ اخلاص له مخې نیول کېږي او دا مینه، ویره او تمه د اعتیاد د پرېښودو هڅوونکي اواغېزناک فکتورونه دي چې د اعتیادموخې، منطق، پایلو ترې د ځان ژغورنې په اړه ژور فکر، ځان مسوول ګڼلو، خپلې روغتیا رغولو او نورو ارزښتونو ته ژمن پاتې کېدو  په هوډ مو د اعتیاد نه را ګرځولای شي.
۵. د ودې د هورمون د زیاتېدو سبب کېږي چې د ځوان پاتې کېدو او د عضلاتو د قوت لامل ګرځي. د فزیکي او ذهني ارامښت دا ښه نسخه د حکیم پروردګار له لوري د درملنې په څېر ځانګړې اندازه لري او تر ټاکلې بریده نه اوړي د بېلګې په توګه د سختې ولږې او تندې (بی هوښۍ) تر کچې باید و نه رسي ځکه چې د روژې نیولو موخه د اړینو خوراکي توکو درېغول او لږول نده بلکې ګټې یې په بدن کې د خوړنې د توکو مهارول دي.
عامه ولږه چې خوراک پکې د څرنګوالي او څومره والي له پلوه نیمګړي وي انسان ته د زغملو وړ نه وي او د ذهني ناارامۍ لامل ګرځي خو روژه د ډېرو خوړو نه د ارادې پرهېز له امله د خوښۍ لامل او یو فرصت دی چې د بدن د ذخېره شوو وازدو د زوب له امله زهري مواد هم له ویلي  او د بدن نه اطراح کېږي.
د روژه نیوونکو خلکو عامې ستونزې او احتمالي اعراض:
د معدې جوش:
د معدې د ډکوالي او تشوالي پر مهال د اسیدو د زیات افراز له امله دا ستونزه را منځته کېږي چې د معتدل خوراک، په غوړو کې د سره شوو، ترخو خوراکونو، چای، پیاز او ګازي مشروباتو نه د پرهېز او د عادي اوبو په مرسته یې مخنیوی کېدای شي.
سردردي:
دا معموله ستونزه د روژې میاشت کې د ولږې، تندې، ستومانۍ، بې خوبۍ او د چای، کافي او تنباکو د عادت له امله وي. د پېشلمي پر وخت مناسب مایعات او د اړتیا په صورت کې د مسکن درمل اخېستلو سپارښتنه کېږي.
تنده، ولږه، ګنګسوالی او داسې نور معمولا د خوړنې توکو د څرنګوالي ( په بېړه هضمیدونکو، ادرار  زیاتوونکو او کافین لرونکو توکو او غوړو خوړو) له امله وي نو لدې امله سپارښتنه کېږي چې روژه کې د شپې لخوا زیاتو مایعاتو، په کراره هضمیدونکې، طبعي او متوازنو خواړو او متناسب خوب څخه ګټه واخېستل شي او د زیاتو غوړو، خوږو او پروسس شوو توکو نه ډډه وشي.
ماشومان د روژې د فرضیت څخه معاف دي خو د اوو کلنۍ نه پورته ماشومان که وړتیا یې لري و هڅول شي (بخاری۳:۱۸۱)، ناروغانې ښځې د میاشتني عادت پر مهال، اميدوارې اوتي ورکونکې میندې چې د نورو په پر تله ډېرې انرژۍ اوخوراك ته اړتیا لري همدارنګه د پردیسۍ په مهال روژه نیول چې احتمالي روغتیایي ستونزې لري نو ځکه ددینې ښوونو له مخې یې دوی ته خوړل روا بلل شوي، خو نیول یې غوره دي. دشکرې، زړه اوګردو د عدم کفایي، نیم سېرې ناروغان او امیدوارې میندې (لومړۍ او وروستۍ درې میاشتنۍ پر مهال) که روژه نیسې نو ځانګړې پاملرنه او د معالج ډاکتر کتنو او سپارښتنو ته اړتیا لري تر څو توانمندي یې وارزول شي، غذایې رژیم ورته برابر، درملیز چاڼ او مهالویش یې سم شی.
د دینې لارښوونو په لړ کې چې د ځینو روژو نیولو نه د ډډې ویل شوي لکه د شعبان (د روژې د میاشتې تر مخه میاشت) په وروستۍ نیمایي کې روژه نیول، د همیشنۍ روژې نیول یا پرله پسې روژه نیول، د شکي ورځې روژه، د اخترونو روژه نیول هم د اوږد مهالې ولږې نه د ځان ساتنې، روغتیا پالنې او ټولنیز ټینګښت پيغام لري.
روژه د اسلامي وحدت رسۍ ټینګوي، میاشت یې د برکتونو ډکه ده، مشروعیت یې د څښتن تعالی له لورې پر مونږ پېرزوینه او فرضیت يې پر کاهل، عاقل او روغ استوګن زموږ  روزنې، ګټو او روغتیا لپاره دي.  که څوک د کوم معقول عذ ر نه پرته روژه نه نیسي په حقیقت کې پرځان زیاتی کوي، او ډېره بده خولا دا چې په ډاګه د خلکو په وړاندې روژه وخوري، چې د اسلامي ډلې څخه دوتلواعلانول، د خپل دین  اوقانون د بنسټونو په څرګنده توګه تر پښو لاندې کول او روغتیا ګواښل دي. د داسې خلکو نه د وفادارۍ، نیک عملۍ، ښېګڼې، او قانون ته د پابندۍ تمه بې ځایه او هسې خیال دی.
روژه چې د ګڼو ګټورو لاسته راوړنو خزانه ده د فرضي هغې برسیره نفلي روژې د نبوي کړنلارې له لورې هم ستایل شوي او د یو مهال ویش له مخې یې د نیولو سپارښتنه شوې لکه هر کال د شوال د میاشتې د شپږو ورځو او د محرم الحرام د میاشتې دوه ورځې (نهم او لسم یا لسم او یولسم)، هره سپوږمیزه میاشت کې د درې منځنۍ(څوارلسمې،پنځلسمې او شپاړسمې) ورځو، هره اونۍ کې د دوشنبې او پنجشنبې روژه نیول ، چې د ځان، کهول، دندې او چاپیریال ته په پام سره (بخاری ۱۹۶،۱۹۸) باید ترسره شی.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery