مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پوهنځی د چاپ په ګاڼه سمبال شوه.

منور اندیال
د پوهنځي په نوم د پکتیا پوهنتون د میاشتنۍ جریدې لومړی ګڼه له چاپه راووته.
دغه میاشتنۍ جریده د پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د استادانو او زده کړیالانو په زیار د پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په امتیاز خپره شوه .
یاده جریده اوسمهال په علمي ،فرهنګي او روزنیزه منځپانګه په څلورو مخونو کې خپريږي.ددې جریدي مسول مدیراو د همدې پوهنځي د ژورنالیزم د څانګې استاد خالد حبیب وایې ،په دې جریده کې به د هېواد د پوهنتونو د استادانو او زده کړیالانو لیکنې خپریږي او همداشان به ددې جریدې په هره ګڼه کې د پوهنتون یو تن استاد لوستونکو ته ورپېژني .
حبیب وایي: (( زموږ زیاته توجه به د ریښتیني ژورنالیزم او ادبیاتو په رڼا کې ، د علم ،ادب او هنر خپرولو ته وي. ))
یاده دې چې یاد پوهنځی په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې په همدې نوم یوه درې میاشتنۍ مجله هم چاپ کړي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery