مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغانستان : همیشنی جنګ

ژباړن : نثار احمد صمد
سرچینه : انټی وار ( امریکا )

لیکواله : میرمن راشیل مارشل
نېټه : ۸ / ۸ / ۲۰۱۵

په افغانستان کی د امریکا د شتون راهیسی په دې ۱۴ کالو کی ۹۱۰۰۰ افغانان وژل سوي او ۲۶۰۰۰ هم ټپیان سوي دي

درنو لوستونکو، په دې لیکنه کی یو څو ترخه حقایق، شواهد او ثبوتونه شتون لری چی ښه اسناد ګڼل کېدای سی، ( ژباړن ) .
د امریکا فډرالي قاضی چی د جولای پر دیرشمه اعلان وکړ چی امریکا کولای سي د جنګ هغه بندي په ګوانتانامو کی همداسی وساتی چی په ۲۰۰۲ کی په افغانستان کی نیول سوی دی ، له دې معلومیږی چی امریکا لا تر اوسه هم په دې هیواد کی د جنګ په حال کی ده . دغه بندي ادعا وکړه : څنګه چی امریکا په افغانستان کی خپل پوځي رول رسمأ پای ته ورساوه ، نو دئ هم حق لری چی خوشي ( ایله ) سی . خو د لوی قاضی ( رایسي لېم بیت ) د څرګندونی له مخی لا دا جنګ په افغانستان کی نه دی ختم سوی . ده په خپله فیصله کی ولیکل : « حکومت باید تل داسی و نه وایی چی مطلب یې وی یا یې مطلب داسی وی چی وایی یې . » د متهم یو مدافع وکیل وویل چی د قاضی دا پریکړه « د یو لا محدوده تلپاته جنګ مفکوره راښیی چی له مخی یې حکومت جنګ ته دوام ورکولای سی . » خو جنګ د څه له پاره ؟ د ۲۰۰۱ د سپټمبر پر یوولسمه خو پر نړیوال سوداګریزه مرکز باندی وینړۍ حمله سعودیانو طرح ، تمویل او عملي کړې وه . بس بېله دې چی د هغې انتحاري حملې اصلی علت معلوم کړل سی ، یا هغه تګلاری تشخیص کړل سی چی د هماغه حملې د لمسون سبب سوه ، جورج بوش  « د ترور پر ضد جګړه » اعلان کړه او پر افغانستان یې د یرغل امر صادر کړ .
ده د کانګریس په بشپړ ملاتړ سره دا کار وکړ . یوازی یوې نماینده ( باربارا لي ) د دې پریکړه لیک پر ضد چی پوځي عمل یې غوښت ، رایه ورکړه . میرمن لي د ۲۰۰۱ د سپټمبر پر ۲۳مه په سانفراسسکو کرونیکل ورځپاڼه کی ادعا وکړه چی د دې حملې کړوني ( مرتکبین ) باید محکمې ته راکش سي ، خو زیاته یې کړه : « د حملې په ځواب کی په عجولانه پوځي حملو سره غبرګون ښودل ستر خطر پیښولای سی چی له امله به یې ګڼ شمیر بېګناه نارینه ، ښځي او ماشومان ووژل سی . نو زه د یو داسی پریکړه لیک له پاره رایه نسم ورکولای چی دغسی پایله لری . »
د راتلونکي څخه د هغې دا بېره په اثبات هم ورسېده . تر همدا تیر کال پوری ۹۱۰۰۰ افغانان ووژل سول چی ۲۶۰۰۰ یې ملکي کسان وو . څه باندی دوه زره امریکایان ووژل سول او ګڼ شمیر نور هم د تل له پاره معیوب سول . که څه هم د هغوی مړینه سر ته ورسېده ، خو بریالیتوب قطعأ حاصل نسو .
د امریکایی او ناټویی پوځیانو لومړني برید په خپلو درنو بم اچونکو حملو سره د طالبانو حکومت د افغانستان څخه پاکستان ته وشړئ . خو کله چی امریکایانو د دې جنګ زیاته برخه افغان اردو ته وسپارله ، نو طالبانو هم وکولای سو چی بیرته مخ پر راواړوی او په نتیجه کی د هیواد پراخه سیمه ترې ونیسی چی په دې کی تر ډیره د ځایی خلکو مرسته هم ورسره مل وه .
طالبان د جولای په وروستیو کی په دې بریالي سول چی په شمال کی درې ولسوالۍ ونیسی چی په سلګونو افغان پوځیان یا خو وتښتېدل او یا هم ورتسلیم سول . د ولایتی شورا یو غړي دغه پوځیان « په خپل غفلت کی ډوب سوي » وبلل . افغان پوځیان د امریکایانو د خورا ښه روزني سره سره عاطل او باطل دي . بېسوادي او تښتېدل اصلی ستونزه ده ، خو اردو او پولیس په هغه فساد کی رانغښتي دي چی د افغان ټولنی هره برخه یې په منګلو کی نیولې ده . پوځیان شکایت کوی چی د دوی افسران مرمیانی پر طالبانو خرڅوی ، وروسته دا پیسې اخلی او خپل کسان پر میدان پریږدی . یو پوځي یو خبریال ته داسی وویل : « زموږ ټوله قوماندانان خپل مقامونه رانیسی نو ځکه باید دا پیسې بیرته وګټی . خو د طالبانو قوماندانان داسی نه کوي . »
فساد چی د هغه افسرانو څخه راپیل کیږی چی د خپلو پوځیانو مهمات پلوری ، همداسی د حکومت تر لوړو کړیو پوری رسیږی ، تر دې چی « نړیوال شفافیت » افغانستان یو د هغو درو خورا فاسدو هیوادو څخه اعلان کړ چی په نړۍ کی تر ټولو مخته دي . دوه کاله وړاندی ( متیو روزنبرګ ) په نیویارک ټایمز کی راپور ورکړ چی « په څه باندی یوه لسیزه کی د امریکایی ډالرو بنچې او بنډلونه په لاسي بکسونو ، لویو غوټو او په ځینو مواردو کی آن د سودا په پلاسټیکی کڅوړو کی څه نا څه هره میاشت د افغانستان د ولسمشر په مربوطه دفترونو کی ورکول سوي دي چی دا د « سي آی اې » مهرباني ده . » یو افغان چارواکې وویل چی « موږ دغو ته د ارواحو پیسې وایو . »
دغو پیسو ، د دې پر ځای چی افغان ولس ته خدمت وکړی ، یا حتی نفوذ رانیسی ، برعکس افغاني بافت ( اوبدني ) ته یې زیان پیښ کړ او د سپماییزه ودې مخه یې ونیوله . هغه هیواد چی یو وخت د خپل غربت سره سره د خوړو او نورو اړتیایی موادو له درکه پر ځان تکیه و ، نن مطلقأ په بهرنیو پیسو پوری تړلی دی . په هغسی اقتصاد سره چی کلونه کلونه د بهرنیو پوځیانو خدمت ته متمرکز و ، په کرنه یا صنعت کی خورا لږ پانګه لګول سوې ده چی پایله یې یوه عامه او سرتاسري بیوزلي ده . لږ تر لږه یو ملیون افغان ماشومان د شدیدی ناوړه تغذیې ( حاد سؤ تغذي ) په غیږ ورغلي دي او ۷۵ سلنه افغانان د پاکو اوبو څخه بې برخي دي .
شنونکي وایی چی طالبان ګټندوی دي ، نه یوازی د خپل قوت له امله بلکی د حکومت د کمزورۍ له وجی هم . خورا زیات شمیر افغانان نه پر حکومت او نه هم پر لږ معاش لرونکو پولیسو او پوځیانو باندی د ځانو ساتلو باور کوی . ډیر ځله خو پولیس او پوځیان د دوی څخه په زوره پیسې هم اخلی او یا یې سپک او تحقیر کوی . نیویارک ټایمز د یو دیپلومات له خولې چی نه غواړي ځان معرفی کړی ، لیکی چی « افغانان د ډیرو شیانو په تیره بیا د عدالت او امنیت طمع نلری » ده زیاته کړه چی « عدالت یوازی د طالبانو تر واک لاندی سیمو کی موجود دی . »
د طالبانو دریځ هم د ځینو کلیدي مسألو په هکله نرم سوی دی . هغوی په خپلو وروستیو مرکو کی ویلی دي چی موږ نور « د قدرت د انحصار په لټه کی » نه یو ، او دوی اوس د ښځو او نارینه وو تعلیم او کار د هغوی اساسی حق بولی . په کندز کی ځایی قوماندانان اجازه ورکوی چی مکتبونه همداسی فعال وی او حتی د نجونو په ښوونځیو کی پنسلونه او کتابچې ویشي . په تیر جون کی د طالبانو مقاماتو د افغانستان د سولی د ښځینه فعالینو سره مخلصانه لیدنه کتنه وکړه چی د هغې جملې څخه یوه یې د افغان پارلمان غړې هم ده .
د طالبانو اوسني مشر اختر محمد منصور خپل دوه مرستیالان د حقاني د سخت دریځه شبکې څخه وټاکل چی هغه امریکا یوه تروریسټي ډله اعلان کړې ده ، مګر دئ بیا هم خوښ دی چی بېله کومو مخکنیو شرایطو د افغان حکومت سره خبری اتری وکړی .
چی داسی ده ، نو امریکا لا ولی په دې احاطه سوي هیواد کی جنګیږی ؟ د ولسمشر اوباما له قوله هغه نور داسی نه دی . قطعأ دغسی نه ده . که څه هم چی یوولس زره امریکایی پوځیان په افغانستان کی هماغسی فعال دي ، خو د امریکا جنګي رول د ۲۰۱۴ د ډسمبر پر ۲۸مه رسمأ پای ته رسېدلی دی ، یعنی هغه وخت چی ولسمشر اوباما د هاوایی څخه اعلان وکړ چی « د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږد جنګ په مسؤلانه ډول پای ته ورسېد . »
د « تلپاته آزادۍ عملیات » خو رسمأ ختم سول مګر « د ثابت قدمه ملاتړ عملیات » ډیر ژر پیل سول . په افغانستان کی د یوه امریکایی پوځي میرمنی وویل چی « دوی د عملیاتو نوم بدل کړ خو عملیات هیڅ نه دي بدل سوي . » اوباما د ۲۰۱۴ په نوامبر کی ، یعنی د دې جګړې د ختمېدو تر اعلان یوه میاشت مخکی یو پټ فرمان لاسلیک کړ چی له مخی یې په ۲۰۱۵ کی هم په افغانستان کی خپل پوځي مأموریت پراخ کړ چی په هغه کی به د طالبانو پر ضد چی امریکایی پوځیانو یا افغان حکومت ته ګوښ وی جنګ جاری وی ، او د هوایی حملو صلاحیت یې ورکړ او هم یې پر کورونو د شپې له خوا د حملو بیا راپیلولو اختیار حاصل کړ چی مخکی یې ګڼ شمیر افغانان خورا خښمولي وو .
امریکایی الوتکو او بې پیلوټه طیارو په تیر جون او جولای کی ، یعنی د اوباما له خوا د جنګي مأموریت د ختمېدو تر اعلان شپږ میاشتی وروسته پر طالبانو او نورو جنګیالیو د تیرو متباقی میاشتو په پرتله دوه چنده زیاتی حملې وکړې . که څه هم نږدې ټولی دغه حملې پر طالبانو باندی سوي دي ، خو دا ځل داعش هم ، چی د هیواد په ختیځ کی فعال سوی دی ، په دې ګوزارونو کی راغی .
دې حقیقت ته په کتو سره چی داعش هم طالبانو او هم حکومت ته یو تهدید دی ، نو عقل او منطق حکم کوی چی نور نو د افغانستان له پاره هغه وخت را رسېدلی دی چی د طالبانو سره سوله وسی او د امریکا له پاره بیا دا چی خپلی هڅی په فعاله توګه عملی کړی . که د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولی هر ډول تړون بشپړ هم نه وی ، خو په ډاډ سره نیمګړې سوله تر دایمی جنګ چی د هیچا په خیر نه دی ، بهتره ده ، پای .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery