مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اروا ښاد ډاکټر توريالي انګار د وفات په مناسبت

محمد نسيم سليمي

 

 په ډېره خواشيني خبر سوو چي د هيواد نامتو شخصييت ډاکټر توريالی انګار، د هغي مريضۍ په نتيجه کي چي ورپېښه سوې وه،له دې جهان څخه سترګي پټي کړې.
ډاکټر توريالی انګار، د هيواد د مشهور سياسي او اجتماعي شخصيت ارواښاد فيض محمد خان انګار مشر زوی، د حاجي ګل محمد خان لمسی او د محمد حسن خان لمسی، او د مرحوم ډاکټر نوراحمد بړيڅي، د کابل پوهنتون د طب د فاکولتې استاد، رئيس، د کابل د پوهنتون رئيس او د روغتيا د وزير وراره وو.
ارواښاد فيض محمد خان انګار د افغانستان يو مشهور روشنفکر، او د ملي احساس درلوونکۍ شخصييت چي د ويښو زلميانو د ګوند، چي د معاصر افغانستان په تاريخ کي لومړنې حزب وو او د منظم مرام او حزبي جوړښت درلودونکئ تشکيل وو، د مؤسسينو له جملې ‌څخه ګڼل کېدئ. نوموړي د 'انګار' په نامه يوه نشريه، چي د ويښو زلميانو د ګوند افکار او غوښتني پکښي منعکسي کېدلې، په خپل لگښت را وايسته او وچلوله. څرنګه چي د نشريې محتوی د حکومت او د هغه وخت د وروسته پاتي ټولني د ناخوالو له انتقاد او د يوه داسي حکومت يا نظام د منځته راتللو د افکارو څخه تشکيلېده چي له اداري فساده خالي او د هيواد د پرمختګ غوښتونکئ وي، نو يې د وخت حکومت تر ډېره د خپرېدو زغم و نه سوای درلودلای. د 'انګار' خپرونه د شپاړسو شمارو تر خپرېدو وروسته بنده سوه او هغه مطبعه، چي فيض محمد خان انګار، د اخبار د چاپولو په مقصد، په خپل مصرف رانيولې وه، د وخت د حکومت له خوا ضبط سوه. انګار صاحب او د هغه ډېر حزبي ملګري بنديان سوه. پخپله انګار صاحب يوه پلا په کابل کي شپږ مياشتي قېد تېر کئ او ورسته بيا د کندهار په عسکري فرقه کي څلورنيم کاله نور په بند کي تېر کړه. انګار صاحب د خپل ژوند تر پايه پوري يو ملي او پر ترقۍ مين سړی پاته سو او د خپلو ټولو ملګرو، تعليم يافته ځوانانو او عامو خلګو له احترام او درناوۍ څخه برخه من وو.
انګار صاحب د ۱۳۵۷ کال د حوت د مياشتي پر اوومه نېټه وفات سو. د نوموړي د جنازې او ښخېدلو په مراسمو کي د وخت د حکومت د والي او نورو لوړ پوړو غړو په شمول د کندهار او د افغانستان د بيلو برخو څخه بې شماره خلګو برخه واخسته. علامه عبدالشکور رشاد (رشاد بابا) چي د انګار صاحب د ډيري مودي، ډېر نژدې ملګرئ او هم رزمه وو، د مرحوم پر قبر د نوموړي د ژوند په باره کي د يوې اوږدې بيانيې په ترځ کي په زغرده او البته د خپل ژوند د په خطر کي اچولو په بيه دا خبره وکړه چي 'انګار' نومئ اخبار پخپله د مرحوم انګار صاحب په واسطه او دده په شخصي پيسو تاسيس سو. د علامه رشاد صاحب دغه څرګندوني د هغه وخت پر والي او نورو لوړ پوړو چارواکو دونه بدي و لګېدلې چي نور نو په داسي حال کي چي دده بيانيه لا نه وه تمامه سوې،په خپلو موټرانو کي سپاره سوه او ولاړه.
مرحوم ډاکټر توريالی انګار د ارواښاد فيض محمد خان مشر زوی وو چي په ۱۳۲۰ ه ش کال کي د کندهار د درېيمي ناحيې د يحی خان په کوڅه کي زېږېدلي او د هغې کورنۍ په سالمه، وطندوستانه، او ترقي غوښتونکي فضا کي يې پرورښت کړئ دئ. نوموړي خپلي لومړنۍ زده کړي د شالمار په ښوونځی کي، چي وروسته د مشرقي لېسې په نامه يادېده، تر سره کړې او وروسته د احمد شاه بابا لېسې د متوسطه او ثانوي زده کړو په غرض ولاړئ. لېسه يې د عالي درجې په لاس ته راوړلو پای ته ورسوله او ورسته د پوليسو اکادمۍ ته داخل سو چي هغه اکاډمي يې هم د عالي درجې په لاس ته راوستلو سره پای ته ورسوله. مرحوم ډاکټر توريالې انګار په خپل مسلک کي دومره لايق وو چي وروسته د کابل پوهنتون د طب فاکولتې ته د تحصيل په غرض واستول سو، چي هغه يې هم په ډېر مؤفق ډول پای ته ورسول او په نتيجه کي د داخله چارو په وزارت کي د عدلي طب په څانګه کي په کار و ګمارل سو. نوموړئ د کار د جريان کي د لياقت اومسلکي اهلييت د ښکاره کولو په نتيجه کي د طب په برخه کي د لوړو تحصيلاتو لپاره جرمني ته ولېږل سو.
مرحوم ډاکټر توريالی انګار د يوه اوز اړخيزه شخصييت او استعداد خاوند وو. نوموړئ نه يوازي يو تکړه او پاک نفسه پوليس، لايق ډاکټر او پر وطن مين ترقي غوښتونکئ او پاک نفسه انسان وو، بلکي د افغانستان په تاريخ، کلتور او په تېره بيا د پښتو ژبي په ګرامر، انشا او ادبياتو کي يې معلومات د يوه استاد په سطح کي وه او په دې باره کي يې د نظر خاوند وو. د سپورټ په تېره بيا د فوټبال نه يوازي شوقي وو، بلکي پخپله هم د ښو او ماهرو فټبالرانو له جملې څخه ګڼل کېدئ. د موسيقي او غزلي ويلو سره يې ډېره علاقه درلوده او پخپله ارمونيه هم وهلای (ږغولای) سواي.
ډاکتر توريالی انګار د کوم حزب غړئ نه وو، خو د خپل هيواد سره يې مفرطه علاقه درلوده. د هيواد په ترقي د زړه خوشالېدئ. په ملي نفاق او په هيواد کي د داخلي جنګ د ادامې په وجود او ادمه ډېر زېرېدئ. په المان کي يي د مهاجرينو سره تر خپله وسه کومک کاوه، په تېره بيا د هغو زخمي افغانانو لپاره يې د علاج لاري چاري لټولې او پيدا کولې چي د افغانستان څخه المان ته لېږل کېده.
ډاکټر توريالی انګار يو پر وطن او ترقي مين انسان، ښه ورور، ښه پلار او صميمي ملګرئ وو. د وړونو سره يې مناسبات د يوه ورور په ډول نه، بلکي د يوه همرازه ملګري په شان وه.
د ډاکټر توريالي انګار په وفات يې دده پراخه کورنۍ او تر شمېر وتلي انډيوالان بې اندازې غمجن دي. زه محمد نسيم سليمي او زما درسته کورنۍ او ملګري د خپل تسلييت مراتب د مرحوم ډاکټر توريالي انګار محترمي مېرمني، ناهيد جاني انګار، دده زامنو ياسر جان انګار او يسير جان انګار، لورکۍ مابۍ جاني، وړونو انجنير بريالي انګار، صادق جان انګار، ريدي جان انګار او د انګار صاحب پاتي ټولي کورنۍ ته تقديموي، ډاکټر توريالي انګار صاحب ته د خدای پاک له درباره د جنت فردوس دعا کوي او ټولي کورنۍ، ملګرو او دوستانو ته يې صبر جميل غواړي. د ډاکټر صاحب روح دي ښاد وي او کورنۍ دي يې خدای د باقي غمه وساتي.
په احترام
 ستاسو ټولو سره په دې درانه غم کي شريک،

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery