مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

څنګه کولای شو په ویندور xp,windows 7 او windows 8 کی بو ویب سایټ بند(block) کړی.

عزیزالرحمن *قیومی*

څنګه کولای شو په ویندور xp,windows 7 او windows 8  کی بو ویب سایټ بند(block) کړی.
په لاندینی لارښونه کی به تاسی دا زده کړی چی څنګه کولای  شی بی له کوم اضعافه پوستکالی (Software) څخه په ویندوز xp, وینډوز ۷ او وینډوز ۸ کی یو ویب پاڼه بنده کړی تر څو نور څوک ونشی کولای ستاسی په کمپیوټر کی ترینه کار واخلی.
تو ټولو اول به هغه کمپیوتر ته کینی چی په کوم کی تاسی غواړی ځینی ویب پاڼی بندی کړی،
دد عملیی د اجرا کولو لپاره مونږ باید د hosted.txt فایل  پیدا کړی چی د کمپیوټر به لاندینی ادرس ځای کی موقیعت لری.
C:\Windows\System32\drivers\etc
کله مو چی دا فایل په خپل کمپیوتر کی پیدا کړو اول یی یوه کاپی واخلی او په یو خوندی ځای کی یی وساتی، چی که چیری تاسی اصلی فایل  کی کومه غلطی وکړی او یا یی هم د لاسه ورکړی نو یو کاپی به یی درسره وی او هغه یی بیا پر ځای کیږدی.
وروسته له دی چی مو فایل پیدا کړو په hosted.txt  فایل باندی ښی کلیک (Right Click) وکړی او Open with  ته به راشی او بیا به Notepad  اتخاب کړی،

 

کله مو چی فایل خلاص کړیو  د فایل لاندینی برخه  ( 127.0.0.1                localhost) به کاپی او تر (::1           localhost) لاندی به یی واچوی،
وروسته له هغی به د localhost  پر ځای هغه ویب سايټ مکمل ادرس واچوی چی تاسی یی په خبل کمپیوټر د خلاصولو بندیز ولګوی د مثال په توګه:

کولای شی تر یو څخه زیات ویب سایټونه هم بلاک کړی  خو له باید په یاد ولری چی د localhost DNS اخیری عدد (127.0.0.X) ته په مسلسل ډول تغیر ورکړی.
په اخیره کی همدا فایل بخپل ځای Save  کړی او نور به هغه ویب سایټونه چی تاسی یی نه غواړی خلاص شی ستاسی پر ویندوز به بلاک شی.

د یو موټی افغانستان په هیله،

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery