مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغانستان په کرکټ کي نړیوال ریکاډ جوړ کړ او زمبابوې ته ئې ماته ورکړه

هوتک
افغان کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې د پنځه نړیوالو یو ورځینیو سیالیو لړۍ له خپلې بریا سره پای ته ورسوله او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په زیار د هیواد کرکټ ملي لوبډلې او د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ د کرکټ ۵ نړیوالو یو ورځینیو سیالیو لړۍ ترڅنګ دوه شل اوریزې سیالۍ هم برابرې شوې چې د یو ورځینیو سیالیو لړۍ د افغانستان په بریا سره پای ته ورسیده او له دې سره د کرکټ په نړیوال تاریخ کې یو نوی ریکارډ جوړ شو. افغان کرکټ ملي لوبډله د دوهمې درجې غړیتوب لرونکې دوهمه لوبډله ده چې د نړیوالو یو ورځینیو سیالیو لړۍ یې له بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې څخه وګټله.
د پنځه نړیوالو یو ورځینیو سیالیو د لړۍ وروستۍ سیالي نن د زمبابوې په بولاوایو ښار کې ترسره شوه. ددغې لوبې پچه د زمبابوې لوبډلمشر وګټله او افغان کرکټ ملي لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. افغان لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته په ۵۰ اورونو کې د ۲۴۶ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې نورعلي ځدران ۵۴ او محمد نبي عیسی خیل ۵۳ منډې جوړې کړې.
د زمبابوې لوبډلې ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او د سیالۍ په ۴۵ اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۷۲ منډې جوړې، سیالي یې د افغان لوبډلې په ګټه پای ته ورسوله. د ملي لوبډلې توپ اچونکو لخوا دولت ځدراڼ ۴، امیر حمزه هوتک ۳، راشد خان ارمان ۲ او میرویس اشرف د سیالې لوبډلې ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
دولت ځدراڼ د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش د زمبابوې پر وړاندې د ۵ نړیوالو یو ورځینیو سیالیو د لړۍ بریا مبارکي ټولو هیوادوالو ته وړاندې کړه. نوموړي د ملي لوبډلې او د روزونکې ډلې کار او زیار وستایه او ویې وییل چې، د افغان کرکټ ملي لوبډلې پر مخ د بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو پر وړاندې د بریاو لړۍ پرانستل شوه.
.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery