مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ورېښتانو د توېدو علتونه او درملنه!

ډاکټر عبدالولي اعتماد

 (د پوستکي او ښکلا معالج(
ایمیل:Abdulwalietemaad@gmail.com
د معلوماتو شمېره: 0782101194

د سر ورېښتان د ورېښتانو د پياز يا فوليکول ( دوېښتانو رېښو) په واسطه چې دپوستکي په لاندنۍ برخه کې شتون لري جوړيږي تل په عادي ډول له ۵ نه تر ۱۰ سلنې پورې دا فوليکولونه د ارامتيا په حالت کې او ۹۰ نه تر ۹۵ سلنې پورې د کار کونې په حالت کې ژوند کوي. د ورېښته هر پياز له ۲ نه تر ۳ مياشتو پورې د آرامتيا مرحله لري چې پدغه موده کې وېښتان رېژېږي او لدې مودې وروسته د دويم ځل لپاره په کار کولو پيل کوي . چې د هغو د کار کولو موده بيا له ۳ نه تر ۵ کالو پورې وي البته لدې مودې وروسته يوه بله مرحله د بين البيني يا انتقالي مرحلې په نوم شتون لري چې شاوخوا له دوو څخه تر دريو اونيو پورې پايښت کوي او وېښتان د کار کوولو له مرحلې څخه د آرامتيا لوري ته ځي. دا دوره په نوبتي ډول صورت نيسي او هره ورځ په عادي توګه د يو شمېر وېښتانو د رېژېدلو لامل ګرځي او په يو عادي انسان کې د وېښتانو د رېژېدلو دا شمېره د ورځې له پنځوسو نه تر سلو پورې وي چې د وېښتانو د مينځلو په وخت کې بيا دا شمېره زياتيږي.
د وېښتانو رېژېدل يو لړ لاملونه لري يو شمېر هغه لاملونه کوم چې ډير عام دي په لاندې ډول بيانيږي.
۱: ارثي
 ۲- د وينې دا وسپنې کمښت او دميسو نشتوالی.
 ۳- دځينې دواوو څخه کار اخيستل.
 ۴- ورېښتان له اندازې څخه زيات کشول.
 ۵- سيبوريا يا له اندازې زيات د پوستکي او ورېښتانو غوړوالی
 ۶- سخت رواني تشويشونه
. ۷- د ورېښتانو رېژېدل په ځانګړي موسم کې.
 ۸- د ورېښتانو رېژېدل درې مياشتې وروسته له پيدايښته
. ۹- د تبو والا ناروغيو پرله پسې پيښیدل
. ۱۰- د وریشتانو نه ساتنه اود ورېښتانو د اصولو خيال نه ساتل
د ورېښتانو د رېژېدنې درملنه په ځينوهغو درملو کول کوم چې په پيل کې د وېښتانو د لږ مهالې تبزې رېژېدنې لامل جوړيږي خو په پايله کې د هغو وېښتانو د زياتې رېژېدنې څخه مخنيوي کوي کوم چې دآرامتيا په حالت کې وي او وروسته بيا دا په هغو وېښتانو بدليږي کوم چې د فعاليت او ودې په حالت کې وي.
 البته د وېښتانو د رېژېدلوځينې نور علتونه هم شتون لري چې هغه کم پبښبدونکي دي او دلته مو بيان نه کړل.
درملنه:
 ۱- د پورته علتونو اصلاح کول
۲- سپیری مونوکسیدل ۲٪او ۵٪ زنانه او مردانه دپاره
۳ – د پوستکي و متخصص ته مراجعه کول

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery