مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

څه مو لاس ته را وړي, او څه مو له لاسه ور کړي.

مسعود هاشم هاشمی.


که چېري دا دواړي جملې په يوه تله کي واچوو, نو ډېر څه به مو له لاسه ورکړي وي او لږ څه به مو لاس ته راوړي وي, ډېر اميدونه مو ووژل او وژنو يې, دېري معصومي هيلي مو په بې رحمۍ سره ژوندۍ په خاورو کي ښخي کړې او اوس مو هم بډي ورته رانغښتي دي, د هغوی مظلومانه چغي زموږ د زړونو غوږونه را خلاص نه کړل, هيڅ زړسوی او خواخوږي مو په عامه توګه د هيڅ يو وطنوال سره په اکثريت توګه نه ده کړې, هر وخت مو مظلوم پر مخ وهلی او د ظالم خبرو ته مو د زړونو د غوږونو پردې خلاصي وې, د نړۍ د ميډيا مو په عاجل خبرونو او تودو خبرو ګرم او تازه ساتلې وه اوساتو يې, د غلامۍ نوم نه خوښوو اما په حقيقت کي مو زموږ اکثريت منصب لرونکي او واکداران د غلامۍ پر سترخوان ناست دي او خپل جهنمونه ډکوي, زما ګيله له هغو څخه نه ده, بلکي زما ګيله زموږ د ساده او سر ناخلاصه اولس څخه ده چي بيا هم دداسي کسانو ملاتړ کوي او ور باندي جنګېږي. هغو کسانو چي پر بل باندي اعتبار او باور درلود, چي د هغوی په يوه اشاره به يې خپل د وطن مظلوم اولس په وينو او د مرګونو په نا ځوان مردانه طريقې سره پلي کړي او په يو او بل نوم سره مسلمانان شهيدان کړي, کورونه کنډوالې کړي, بازارونه د انسانانو په وينو په هر رژيم کي رنګه کړي او اوس هم لا سر ټمبه پوهه سوي نه دي, زه نه پوهېږم چي دا لا څومره پوخ اعتبار يو طرفه دی, چي په وار وار ورته معلومه سوې, چي  سختيو او بربادۍ په وخت کي يې ورسره هيڅ نوعه مرسته ورسره نه ده کړې, که په ښکاره ډول وويل سي,  ددې درو وختونو او رژيمونو شاهدان خو موږ يو, د مجاهدينو ملاتړ او ملګري چي چا کول او ور باندي هر څه يې کول, دوی هم ورباندي ښه ډاډه ول, پايله دا سوه چي خزان ورباندي راغلی هيڅ يو ګاونډي او بهرني ورسره کومک يا مرسته بيا نه وکړه, خپل کار يې ځني واخيست او په طالب جان يې وواهی, طالبان د ټولو د سر تاج سول حکومت  سو ملاتړي او په رسميت وپېژندل سول او دښمنان د هم دوی په مټو يو وار بيا خپلو شومو ارادو ته ورسېدل او هر افغان يې د غم پر ټغر کښېنوی, کله چي پر طالب جان بده ورځ راغله نو هيڅ يو هيواد يې ملاتړ ونه کړ, هغه د رسميت خبري بيا نه وې.
يو يو طالب په ډالرو پر خاريجانو خرڅ سو, چاته چي دوی دوستان ويل او خبري يې پر سر سترګو منلې, هغوی يو يو نيوی او ښه ظلمونه به يې ورباندي وکړل بيا به يې په ډالرو خرڅ کړل.
نو دا هرڅه حقيقت دی از کتابونه ورباندي جوړ سوي دي چي ورسره عکسونه او ويډيوګاني يې خپرې سوي دي, بيا هم زموږ اکثريت بې ضمېره او بې احساسه چارواکي او واکداران د بل غلامي او د پرديو په اشارو خپل ولس او وطن خرابوي, چي پايله به يې هم داسي وي لکه د هغو نورو.
راسی چي نور پر خپل مظلوم او ځپل سوي اولس باندي ورحمېږو, او نور پر خپلو وګړو اعتماد وکړو او د خپل علم او عقل څخه کار واخلو, د غلطو اوشومو ارادو کسان يو يو په ګوته کړو او دخپل وس او طاقت تر بريده هغوی سمي ته را وبلو, کنه نو د خپلو ليکو څخه يې شر مېدلي وباسو.

  استنبول ترکیه.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery