مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

خـدمـتګار

يوسف خدمتګار

 


 د نـړۍ شمعې بلـیږي زړه مې ژاړي چې یار نه شـته
 پـسرلـی دی ګل غــوړیـږي د بلــبـلـو چــغـار نـه شـتـه
 د هـنـدارو سپـیـن چې ویـنم د زړه خیري مې صفـا شي
 چـا د تـلـو لارې تــړلـي د راتـلــو انـتـــظار نـه شـته
 د ښکــلا بـازار تـړلی ســـتـونـي غـوڅ دي د خـوبـانـو
 وچ غـزل پـروت په کاغـذ دی چې رباب اوسـتارنه شته
 د جانان د کـور پـه وره کې محتـسب کـوڅه نیـولې
 ګل بڼـونه هـدیرې شـوې اوس زیـارت او مزار نه شـته
 د افـغـان ولـس پــه بـرخـه پـولـیـــګــون د زور واکـانـو
 نوم يي شته چې حکومت دی خوپه لاس کې اختیارنه شته
 خد متګار په رنځ اخته شو څوک يي نه کوي پوښتـنه
 نـن غـزل وايي جانان ته خـو ســبا خـدمــتـــګار نه شـته

 محمديوسف خدمتګار مزدورزوی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery