مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-16   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د حکومت مشران د سیاسي تعامل له امله د فساد پر لویو دوسیو سترګې پټوي

احمد فیصل
شنونکي وایي، یو پر بل د فساد په تړاو د حکومت د مشرانو وروستۍ ادعاوې ښیي، چې پر دغو دوسیو د سیاسي جوړجاړي لپاره سترګې پټېږي او د دغه وضعیت دوام پر راتلونکي باور کموي. په دې وروستیو کې د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ اختلاف د فساد له ځینو دوسیو پرده پورته کړه. اجراییه رییس روانه اونۍ خپلو پلویانو ته په یوه غونډه کې وویل د فساد له هغو دوسیو خبر دی، چې له نړیوالې مافیا سره شراکت لري او همدا ډول د حکومتي مشرانو خپلوان په غیر قانوني کړنو کې ښکېل دي. شنونکي وایي، دواړو مشرانو د سیاسي تعامل له وجې د فساد پر دغو دوسیو شاوخوا دوه کاله سترګې پټې کړې وې او وروستۍ رسواینې ښیي، چې دغه وضعیت د سیاسي جوړجاړي لپاره رامنځته شوی دی. دوی وایي، پر دغه فساد د اجراییه رییس چوپتیا د پوښتنې وړ ده او له دغو کسانو یې ښایي هدف ارګ ته نږدې کسان وي. اجراییه رییس چې د ملي وحدت حکومت پنځه سلنه ونډه وال دی، د فساد په تړاو یې وروستۍ څرګندونې د فساد په لویو دوسیو کې د حکومتي مشرانو له ښکېلتیا پرده پورته کوي. په همدې حال کې د فسا ضد مبارزې سازمانونو مسولان وایي، په فساد کې د حکومتي مشرانو د ښکېلتیا دغه ادعاوې په افغانستان کې د بهرنیو او کورنیو پانګه والو د پانګونې بهیر له ستونزو سره مخ کوي. دا په داسې حال کې ده، چې د ملي یووالي حکومت له فساد سره د مبارزې لپاره په تازه کې عدلي او قضایي مرکز جوړ کړی او په لویو قرادادونو کې د فساد د مخنیوي لپاره یې د تدارکاتو کمېسیون تشکیل کړ، خو وروستۍ ادعاوې د فساد ضد پر دغو هڅو شک راپورته کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery