مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-19   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې اووه کسان وژل شوي

احمد فیصل
د پاکستان بلوچستان ایالت په بېلا بېلو سیمو کې د ډزو پېښو کې اووه کسان وژل شوي دي. بل لور ته پاکستاني امنیتي ځواکونو مرکزي ښار کوټې ته نژدې مستونګ سیمه کې چاڼیز عملیات کړي. کوټه کې امنیتي چارواکي وايي دغو عملیاتو کې د ۹ افغانانو په ګډون ۲۷ کسان نیول شوي دي. د بلوچستان اواران سیمه کې بیا ځايي چارواکي وايي، چې امنیتي ځواکونو د دریو کسانو مړي د هغو کورنیو ته سپارلي دي. د وژل شویو کورنیو ته ویل شوي، چې دغه کسان ترهګر وو او په دراسکي سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره نښته کې وژل شوي دي. بلوچ نېشنل موومنټ نومي ګوند تور پورې کړی، چې وژل شوي کسان جبراً تري تم کړل شوي وو او وروسته وژل شوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery