مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-19   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

کامران علیزی: لویه څارنوالي حق نه لري چې ممنوع الخروج مې اعلان کړي

احمد فیصل
د هرات د ولایتي شورا رييس کامران علیزي د ځان په اړه د لویې څارنوالۍ حکمونه رد کړل او ویې ویل چې لویه څارنوالي حق نه لري دی ممنوع الخروج کړي. د راپورونو له مخې، د هرات د ولایتي شورا رييس کامران علیزي یو دولتي مامور، چې په فساد تورن شوی و، د هرات د استیناف له څارنوالۍ په زور وایست. له دې پېښې وروسته لویې څارنوالۍ علیزی له دندې په ناوړه ګټې اخیستنې تورن کړ او له امنیتي چارواکو یې وغوښتل چې نوموړی ونیسي. لویې څارنوالۍ همداراز امر وکړ چې د هرات د ولایتي شورا ريیس له هیواده نه شي وتلی، خو کامران علیزي د لویې څارنوالۍ پرېکړه رد کړه. ده د لویې څارنوالۍ له لوري د خپلې دندې د تعلیق په اړه وویل چې دا کار د لویې څارنوالۍ په صلاحیت کې نه دی او له استیناف څارنوالۍ څخه په فساد د تورن کس ایستل یې خپل حق بللی دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery