مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

پوځي پوهانو افغانستان کې د B-52 کارول د ملکیانو ژوند ته ګواښ وباله

احمد فیصل
د پوځي چارو پوهان په افغان جګړه کې د امریکایي ځواکونو له لوري د B-52 الوتکو کارول د ملکيانو ژوند ته لوی ګواښ بولي، خو د ملي یووالي حکومت یې هر کلی کړی. بهرنیو ځواکونو ته د افغانستان په جګړه کې د صلاحیتونو تر زیاتولو وروسته دغه ځواک یو وار بیا په جګړه کې له B-52 الوتکو د استفادې خبر ورکړی دی. دفاع وزارت وایي، په جګړه کې د وسله والو د مرکزونو د له منځه وړلو په موخه د دغو ستراتیژیکو الوتکو کارولو ګټه ډېره ده او بهرني ځواکونه له افغان ځواکونو سره په همغږۍ ترې په استفاده کوي. بلخوا د پوځی چارو شنونکي وایي، دا چې وسله وال معلوم لوی مرکزونه نه لري او جګړه په کلیو کې روانه ده، د B-52 الوتکو استعمال ملکیانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ګراف لوړوي. دا په داسې حال کې ده، چې د بهرنیو ځواکونو د صلاحیتونو تر زیاتولو وروسته دغه ځواک له کروز توغندیو او بې پیلوټه الوتکو استفاده زیاته کړې، چې له کبله یې په یو شمېر ولایتونو کې ملکیانو ته د تلفاتو اوښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery