مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

وحدت: په سنچارک کې ۱۶ سیمه ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

احمد فیصل
د سرپل والي، په سنچارک ولسوالۍ کې د تازه نښتو په ترڅ کې د ۱۶ سيمه ايزو پوليسو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي. محمد ظاهر وحدت وايي، له وړمې شپې راهيسې د سنچارک ولسوالۍ په شين مسجد، توپخانه او ګذر سيمو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي. د ده په وينا دې نښتو کې نهه سيمه ايز پوليس وژل شوي او اوه نور ټپيان دي. نوموړی دغه راز زیاتوي، چې په تازه جګړه کې ۱۶ طالبان هم وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي. والي وايي چې سنچارک ولسوالۍ ته د ملي امنيت د رئيس او د امنيه قوماندانۍ د امنيت د امر په مشرۍ مرستندويه ځواکونه رسيدلي او ډير ژر به طالبان مات کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery