مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د هلمند جګړې ته امریکايي سرتیري ورغلي

احمد فیصل
هلمند کې د وضعیت د خرابېدو پر دوام دغه ولایت ته تازه امریکايي سرتیري ورغلي دي. ولایتي چارواکو منلې، چې هلمند ته یو شمېر امریکايي سرتیري ورغلي، خو د هغوی د شمېر په اړه یې مالومات نه دي ورکړي. د سیمې اوسېدونکي وايي د ګرشک ولسوالۍ پر لاره یې شاوخوا ۱۰۰ امریکايي پوځیان لیدلي، چې د دوی په وینا ورسره سم په سیمه کې طالبان ورک شوي دي. که څه هم دغه ولایت ته د ورغلو امریکايي سرتیرو د شمېر په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویل شوي، خو یو شمېر رسنیو خبر ورکړی، چې د بست هوايي ډګر کې ۳۰۰ امریکايي سرتیري کښته شوي دي. امریکايي پوځیان له هغې وروسته هلمند ته ځي، چې طالبانو په ټول قوت له څه مودې راهیسې لښکرګاه ښار محاصره کړی او د جګړې په لړ کې د دغه ولایت د یو شمېر ولسوالېو د سقوط راپورونه هم خپاره شوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery