مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ایزک او زنچه مشران

محمود نظری


 

 

 

 دوطن دښمن په لاس کې ده تمانچه
 خاین ناست دی ارګ کې پر غالیچه
 هر یو لاپي ولي دخپل عزت او غیرت
 هغه واکمن دی چې دي سوچه پراچه
 اصلي غیرت والوت له سترګو نیان سو
 مشران مو سوي دي ایزک او زنچه
 دکور خاوندن چوپ دی دغلو دلاسه
 هر کوڅه کې دغلو دی شور او کړکچه
 خلک له لوږې مړي مشران خاندي
 وطنفروشان سهار وهي ایرانی کله پاچه
 قانون یوازې دلته په بې وزلوچلیږي
 قانون مشرانو ته سوی پلاستکي بازیچه
 پخوا به واکمن په خلکو کې دیګ و
 اوس د پردو دحلوا سوی دی چمچه
 پخوا به رشوت و یو دوه درې لوټه
 اوس غواړې دا پاخه پوره شنه بنچه
 پخوا د خدای لږه ویره وه په غلو کې
 اوس مسلمانان سوي دي خالص سوچه
 پخوا به چې یو غل ګوری موری ونیول سو
 په ژړا یې ویل خوشي مه کړه لرم زن بچه
 اوس نه نیول کیږي سوي دی ښوی کبان
 غله ان دولت ویروي له اوخه لکه بچه
 اوس پیسې استوي دسویس بانکو ته
 پخوایې پټ ځای وو دسدرۍ انبانچه
 اوس دغلو دوران راغلی دی په وطن کې
 دهغو ختلی د ه دلته د نیکمرغی پچه
***
وایي هله راځئ په افغانستان کې چوردی
 راځئ که غواړئ وکړئ ښه مزه او چرچه
 یو ه د صابون ایماله اخیر هر یوه ته ګوري
 چې خلاصه سي د وطن د زامنو خوړل تربوچه
 بیا به دنس عملیات روان سي ټوله دنیا کې
 دهر یو له کولمو به باسي خوړلې یوه یوه کولچه
 دا چالاکي به تر کومه چلیږي دې وطن کې
 اخیر ورته ګوري د ښو وطنوالوپڅه برچه
 په مړینې يي هم څوک ارام کله پریږدي
 ورته ګوري غونډیو ته د قانون بیلچه
 بانکونه او پټ ځایونه به ټول رسوا سي
 پاته به نسي یو بانک اویوه پورته تاخچه
 داوطن یوازې د یو کام نه دی عزیزانو
 دا وطن دی دټولووړونو کامونه باغچه
 ډیر و په تاریخ کې کړي داسې نه بخښلې ناروا
 د یو نه پاته کیږي له تاریخه یوه وچه پچه
 د روس او انګریز ګوداګیان څه سول؟!
هغوی چې دهغو وړله دماینې بخچه
 که یو وار دغچ سکروټه نغري کې تازه سوه
 بیا په ټول وطن کې ونه ویني یو سړی کچه
 دا یرغلګر دي د افغان وطن د سرشپږې
 دا واکمن يې د سر دي هر یو یوه ریچه
 اوس رچې نه پلټل کیږي دښځوپه ګوټو
 یوه سپرې ټول سر کړی په یو ان اچه
 دا خراسانیان به داسې په هواسي لکه دوړه
 چې اصلي دخلکو مشر ورته ووایي ګچه
 دولت باید ونه ویریږي دهر غله اوملیشه
 ټول ورکیږي که یو ته یې راوباسې له پایڅه
 که دمشر هر کوڅه ډب ته میو میو وي
 غله به خود د ملک بادران وي وچ په مچه
 وچ به مچه ( هیڅ بی هیڅه)، اچه ( سوتره)،ګچه (د بزو د شړولو ږغ)، انباچه ( بغل جیب) ،پراچه ( بی مخی)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery