مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

استعفاه نه کوم !

محمود نظری


 


 

دیو واکمن د استعفاه خبره سوه چې نر دی
 ویاند یې ویل هغه سړی چې دا وایي خر دی
 څوک چې په ملي وحشت دولت کې کار کوي
 په بیغرتي کې دهغه ټیټ هر چا ته سر دی
 پښتون واکمن اتومات ګونګ ړوند او کوڼ سي
 یوازې دخپل مقام ساتلو خباثت ته چوغر دی
 له ډارن واکمنه لاس پریوله په درد نه خوري
 هغه نور د ملي وحشت دهرملي خاین نوکر دی

***

دیو واکمن د استعفاه خبره سوه چې نر دی
 هغه ویل هغه سړی چې دا وایی لا بیخبر دی
 ما یې په سیاست څه خپله شپه او ورځ تیروم
 ان اعلامیه د غلو د هدیر و په هکله لا خطر دی
 پاچا ،قضا ، څارنوال او پارلمان چي غلي دي
 هغوی پوهیږي چې په دې کې څه ویل لا ضرر دی
 د نظار ډیموکراسي ده هر څه چې کوي کوي دي
 چې زه وینم همدا نظار یو ازې اوس زموږ نر دی
 که بل نر وای ګران وطن تر دې ځایه نه رسیده
 ولي استعفاه نس می موړ جیب می ډک د ډالر دی
 هر څوک چي په اوس مهال کې دغلته واکمن دی
 ورځ یې تل نوروز توره شپه یی لیلت القدردی
 هر څوک چي دلته ډیرغله او جنایتکاران لري
 هغه نن د دي اشغال وطن غټ لوی مقتدر دی
 هغه څوک لوړ ځي که څه رییس دی او که وزیر
 چې په ټولوکې ډیر ښه اساسي (... )مادر دی
 چې واکمن مو تر ځاني ګټې وطني ګټې ته تیر نسي
 تر هغه دغل غدو قوم په ټول وطن کې افسر دی
 چې هر واکمن مو لکه بیزو د مداري ډمبک ته نڅیږي
 خو د نومحترم راته ابولهب د دمشریکانو غمبر دی
 چې هر بد کار ته څوک بدونه وایي دځان له ویرې
 په دې چوپتیا اخیرخود دسقاو زوی زموږبرېتور دی
( نظری )ګیله مه کوه ددې بیغریته واکمنو اووزیرانو
 هر یو یې دلته د نظار چاکر د پښتون پلندر دی
 داسې د خولې لخوا ټنبه د کلتور مشران څه کړم
 چې هر ه ورځ په کار کې یې د نظار تللی لنګر دی
***
دیو واکمن د استعفاه خبره سو چې نر دی
 پښتون وایی که نر وای چا دلته مقرروی وزیر
 که یو نر وای ولي وطن تر دې ځایه رسیده
 ولي به پښتون کام کوه دومره خپګان او ویر
 باچا او وزیر مو په څه خلچلکو واک ته رسیږي
 ولي به مو ولس وای دملي غلو په لاسو کې ګیر
(نظری)د ځینو واکمنو ناموس وغواړه خو مقام نه
 کنه ولې به دا وطن کیده ددوی دلاسه کشمیر
 دومره پېښې وسوې یو واکمن استعفاه ونه کړه
 ټوله په خپله ځانې ګټو کې سره دي ګیر راګیر
 داوس مقامونه ډیر خوندونه لري خوندونه
 د ناکاره مړسترګي لقب ښه دی تر استعفاه د تیر

***
چوغر( یو سترګی)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery