مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دسترګو تور مي پسي سپین شول !

زماروت خان منګل

 

هغه ،چې له خورا ډيرو مودو یې لارې څارم دراتګ لارو ته مې په ډيرو کتلو دسترګو تور سپین شول حتې نظر مې ورپسي تللای هره شیبه یې په خیالونو او فکرونو کې اوسم په خوبونو کې یې وینم خو په ويښه نه راځي دومره سازا دومره جور دومره غم دومره ژړا دومره ماتم دومره شواخون دخدای له پاره اخر انسان یم په ما رحم وکړه ، په نورو اخترونه دي خوښی دي میلي دی زه هره شیبه هره لحظه ستا په ویر کې په لپو لپو اوښکي تویوم ته چې رانه تللې یې دژوند ټول ارمانونه مې په سند لاهوکړي بس په بیابان کې په سردخاورو بادولو نور څه ندي راپاتې
.. دزړه په دښت کې کرونده کومه ..ستاهرکلي ته سره ګلان کرمه ..
توکل په خدای ،چي به را وټوکیږي . زمرد منګل داځل ګمان کرمه
 هو ستا دراتګ لپاره مې ډیرې کروندې وکړې سره شنه ګلان مې دزړه په دښته کرلي چې ته راشي زه به څومره مینه درکړم چې دنیابه شي حیرانه راشه دالله روی مې دروړی زما دمینې او محبت امتحان واخله ،چي په عمل کي درته ثابته کړم ،چي زه څومره مینه درسره لرم ستا لپاره مې په زرګونو بلکي په لکونو ګلابونه شندلي نو اې ګراني راشه زما دمیني او محبت امتحان واخله ما په غیږکې ونیسه ما دمه کړه ماته مینه راکړه ماته حوصله راکړه ماته ژوند راکړه ماته دنیا راکړه ماته کاَینات راکړه زه بې له تا هیڅ نلرم .
سوله زما هرڅه .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery