مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کندهار کي معلوماتو ته د لاسرسي نړيواله ورځ ولمانځل سوه

benawa afghanistan
جواد
د کندهار په ولايت مقام کي نن سهار معلوماتو د لاسرسي نړيواله ورځ په داسي حال کي ولمانځل سوه چي د چارواکو تر څنګ یو شمیر رسنیو او قومي مشرانو هم ....

د کندهار په ولايت مقام کي نن سهار معلوماتو د لاسرسي نړيواله ورځ په داسي حال کي ولمانځل سوه چي د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي تر څنګ رئيسانو، د رسنيو مسئولينو او استازو، د ولايتي شورا غړو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

غونډه د کليد ګروپ، پژواک اژانس، يوناما او څو نورو ادارو په همکارۍ جوړه سوې وه چي په پيل کي اطلاعاتو د لاسرسي د څارني کمېسيون مشر سید اکرام افضلي خبري وکړې دد وویل  اطلاعاتو ته د لاسرسي د څارني کمېسيون ټينګ هوډ لري چې د تېر په پرتله په پوره جديت اطلاعاتو ته د لاسرسي فرهنګ د ترويج په موخه ګامونه پورته کړي .
په غونډه کي د ولایت مرستیا ل هم خبري وکړې او زیاته ئې کړه چي  خلک حق لري چي پوه سي د حکومت په مختلفو برخو، پارلمان او قضا کي څه روان دي.
همدا را ز  د غوندي یو بل برخه وال د  ولايتي شورا غړي سيداحمد سېلاب اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون تصويب د حکومت يو نېک اقدام وباله او ويې ويل چي د هيواد د اساسي قانون له مخي هر افغان کولای سي چي ملي منافعو او د نورو حقوقو ته له زيان رسولو پرته هر ډول معلومات ترلاسه کړي. نوموړي هيله وښوده چي د قانون په تطبيق او معلوماتو ته د لاسرسي اصول پر ټولو خلکو يو ډول پلي سي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery