مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-29   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

غزني کې د موټرو د ټکر په پېښه کې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

احمدالله سمون
د غزني ولايت په مربوطاتو د کابل- کندهار پر لويه لار کې د ترافيکي پېښې له امله شپږ کسان مړه سوي او ٨ نور ټپيان دي. د غزني د عامې روغتيا رييسې ضياګل اسفنده یي د تلې په ٨مه رسنیو ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د کابل- کندهار پر لويه لار د مقر ولسوالۍ د بازو کلي په سیمه کې د ترافيکي پېښه رامنځته سوې ده. هغې وويل چې دغه پېښه د ٣٠٣ او سراچې موټرو د ټکر له امله را منځته سوې ده. ده وويل چې په دې پېښه کې شپږ کسان وژل شوي، د ښځو او ماشومانو په ګډون اته نور ټپيان دي. د غزني د ولايتي روغتون رييس ډاکتر بازمحمد همت هم ياده پېښه رسنیو ته تاييد کړه. هغه وويل چې په وژل سوو کې درې ماشومان دي او په ټپيانو کې هم درې ماشومان او يوه مېرمنه شامل دي. د همت د معلوماتو له مخې، ټپيان او وژل سوي ټول د سراچې موټر سپرلي دي چې د يوې کورنۍ غړي دي. دا په داسې حال کې ده چې ډېرى وخت د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله ورته پېښې رامنځته کېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery