مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-03   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې اعلاميه

حبيب الله غمخور
له اروپانه دافغان کډوالودلېږوپه اړوند ددوستۍ فرهنگي ټولني دمشرتابه اعلاميه! سبا دبروکسل کنفرانس کي به داروپانه دافغان کډوالودلېږلوپه اړوند دافغان دولت اواروپايي ټولني ترمنځ داروپايي ټولنې خوا دميليارډونو ډالروپه بدل کي يوتفاهم ليک لاسليک کړي . چې دهمدې تفاهم ليک پر بنيادبه اروپايي ټولنه حق ولري مهغه کډوال حې دلته په ارژوپايي ټولنې هيوادونوکي دکډوالی دعرض پاڼي پر وړاندي م،نفي ترلاساه کوي افغانستان ته ولېږل سي . موږ پوهېږو چې داروپايي ټولنې دتيرکال دکډوال ی دپروسې پر وړاندي دغلط سياست پر بنياد په سلگونوزره کډوال دنړئ له مختليفو هيوادونونه اروپا ته راغلل اودلته دگلونواو خوړوپه ډالۍ ورته هرکجلی ويل کېده .داهغه کسان وه چې په خپل هيواد کي بېگانه اودلته خپل وبلل سول .ځکه خو دنړۍ له هری جگړې ځپلې سيمې نه اروپاته دکډوالو شمير زيات سو . دهغه جملې نه له ايرن ،پاکستان او افغانستان نه دافغان کډوالوشمېره تر سوريې وروسته لمړئ مقام ته ورسېدل . اوس چي اروپايي ټولنه نه پوهېږو دکومو سياسي ملحوظاتوله مخې متوجه سول ،کډوال زيات اوپردوي دنورونړيوالو اړېکوله مخي اقتصادي بوج زيات او س دراغلو کډوالوله منلونه ډډه کوي . زموږ له نظره دافغانستان امنيتی حالاتوته په کتو سره له اروپاته دافغان کډووالو لېږل دانساني کرامت خلاف اوبي انصافه بولو ،هلته همدا اوس هم انساني کرامت ترپښو لاندي او امنيت خو درک نلري . په همدي اساس له سويډن او اروپانه دافغان کډولاو لېړل دبشری حقوقوددرناوي نه خلاف حرکت بولو . دټولي نړۍ داوسېدونکو او زموږ له نظره په افغانستان کي دنړۍ دهرهيواد په پرتله دجگړې اورعام اوبيگناه ولس هره ورځ له منځه وړی او دوي یې قربانيان دي ،ځکه خوپه افغانستان کي دافغان ولس امنيت ساتلوته دنړيوالوجدي پام اړولو په موخه دانسانيت دنړيوال اصل په توگه دنړيوالو پام را اړول زموږ ملی او انساني دنده بلل کېداي سي . زموږ فرهنگی ټولنه دافغانستان امنيتي اوسياسي چالاتوته په کتو سره دافغانانو دوباره لېږل ددوي په ژوندبازي کول بولواوهيڅوک له اروپانه راغلو دژوند تظمين کولاي سی . ددې لپاره چي اروپاته رارسېدلی افغانان ژوندی پاته سی داروپايي ټولنې اوسويډن دکډوالو ادارې نه موجدي غوښتنه داده چي دويته په خپلو هيوادونوکي داوسېدو حق ورکړي .دغه پيسي چي اروپايي ټولنه یې بيرته راستنيدونکو کډوالوسره په افغانستان کي دمرستي په نوم ورکوی ، لکه دنړۍ نورپه مېليارډونوډالر دچارواکو اوزبرځواکو جيبونوته لوېږي ،يوعادي مهاجر له هغه ه په هيڅ صورت گټه نسي اخيستلاي . په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشر تابه جرگه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery