مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-05   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

د کندهار ميرويس روغتون کې د ماشومانو ١٦٥ بستريز وارډ پرانيستل سو

احمدالله سمون
د کندهار ښار په ميرويس حوزوي روغتون کې د ماشومانو د درملنې اړوند د ١٦٥ بستره لرونکې ودانۍ نن پرانيستل سوه. د کندهار د والي ډاکټر همايون عزيزي د دې ودانۍ په پرانيست غونډه کې رسنیو ته وويل، د ميرويس روغتون اړوند د ماشومانو د وارډ پر ودانۍ يو کال مخکې کار پيل سوى و، چې بشپړه او نن پرانيستل سوه. هغه زياته کړه، دغه ودانۍ ١٦٥ بستره لري، چې نه يواځې د کندهار، بلکې د دې حوزې د نورو ولايتونو د ماشومانو درملنه په کې په ښه توګه کېداى سي. دى وايي، د يادې سوې ودانۍ پر جوړولو يو ميليون امريکايي ډالر لګښت راغلى، چې د نړيوال سره صليب له خوا ورکړل سوى دى. د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر احمد الله فيضي رسنیو ته وويل، د ميرويس روغتون اړوند د ماشومانو پخواني وارډ يواځې ٤٥ بستره لرل، چې بسنه يې نه کوله، خو اوسنۍ ودانۍ ١٦٥ بستره لري. د ده په وينا، دا چې د ميرويس روغتون نسايي او ولادي وارډ هم د ځاى له کمښت سره مخامخ و، نو مخکينۍ ودانۍ نسايي ولادي وارډ ته ورکړل سوه. دى وايي، ميرويس روغتون ته د حوزې په کچه ناروغان د درملنې لپاره راوړل کېږي، چې کله کله پر ډاکټرانو هجوم ډېر وي او د ځاى د کمښت ستونزه تر سترګو کېږي. د کندهار او سوېلي ولايتونو هغه اوسېدونکي چې دغه روغتون ته خپل ناروغ ماشومان د درملنې لپاره راوړي، د نوې ودانۍ پر پرانيستل کېدو خوشحاله دي. د توره باز په نوم يو تن خپل درې کلن ماشوم له ميوند ولسوالۍ څخه ميرويس روغتون ته راوړى، چې د وينې د کمښت په ناروغۍ اخته دى. نوموړي رسنیو ته وويل، مخکې د ماشومانو په وارډ کې بسترونه ډېر کم وو، ان پر يوه بستر به د دوو يا درېيو ماشومانو درملنه کېدله، خو ښه شو اوس بسترونه ډېر او دا ستونزه هواره سوه. خو نوموړى د ډاکټرانو له چلنده راضي نه ښکارېده او غوښتنه يې کوله، چې هغوى دې د دوى د ناروغانو په درملنه کې ناغېړي نه کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery