مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-05   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

دښوونکي نړیواله ورځ ولمانځل سوه

راپور احمدالله سمون
دمیزان ۱۳ په ټوله نړۍ کي دښوونکي دورځي سره برابره ده دکندهارپه ولایت کي هم داورځ دښوونکو په تقدیرولواوهغوی ته په ستاینلیکونو ولمانځل سوه . په افغانستان کې د ښوونکي پر نړیواله ورځ هر کال چارواکي په دغه هېواد کې د ښوونکو د اقتصادي حالت د ښه کولو په اړه زېري ورکوي، خو ښوونکي لا هم له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. خوداچي په کندهارکي له څه مودې راهیسي په کمو وختونو کي څو دپوهني ریسان تبدیل سول اودلته دمعارف په چوکاټ کي ستونزي دي نو نوی دکندهارسرپرست ریس محب الله قادري بیله کومي ژمني یوازي پرښوونکو ږغ وکړ چي چي خپلي دندي په صداقت اواخلاص سره سرته ورسوي نوموړي وویل چي ښوونکوخپل دهیواد دبچیانو رښتینی خدمت کړی دی اودوی دقدروړدي . بلخوا بیا ښوونکوشکایت درلود چي دولت ورته سمه پاملرنه نه کوي اوددوی تنخواګاني ډیر کمي دي چي بسنه ورته نه کوي دوی ویل چي باید دښوونکو ژوند ته سمه پاملرنه وسي ترڅو دراتلونکي نسل روزنه په ښه توګه وکړي . داپه داسي حال کي ده چي دپوهني ریاست هرکال دښوونکو سره دهغو دامتیازاتو اودکور لپاره دیوې نومرې ورکولو ژمني کوي خو معلمین وایې تراوسه داژمني دولتي نه دي عملي کړي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery